Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

مسلمیار: د مشرانو جرګې د لغوه کېدو لپاره تراوسه رسمي سند نشته

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي، تر اوسه د ملي شورا د لغوه کېدو لپاره هېڅ ډول رسمي سند نشته، خو که د نظام بڼه امارت شي، نو څرګنده ده چې ملي شورا به نه وي.

د تېر حکومت د اساسي قانون پر اساس ملي شورا پر دوه برخو، ولسي جرګې او مشرانو جرګې وېشل شوې وه چې د مقننه قوې رول یې درلود.

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار وايي، د پخواني نظام تر نسکوریدو وروسته د ملي شورا د لغوه کېدو کوم سند نشته او د نړۍ پارلمانونو په یوې غونډه کې پرېکړه کړې چې له اوسنۍ ملي شورا سره به کار ته دوام ورکوي.

نوموړی زیاتوي: «تر څو چې بل پارلمان راځي دغه پارلمان به د دنیا له پارلمانونو سره په اړیکه کې وي. زما د اطلاعاتو پر اساس دا د دنیا د پارلمانونو پرېکړه ده.»

د ولسي جرګې د یو شمېر غړو په باور، د دې جرګې تر نیمایي ډېر غړي له افغانستانه وتلي او تر اوسه طالبانو د ملي شورا د پایېدو یا لغوه کېدو په اړه په واضح ډول ځه نه دي ویلي.

د ولسي جرګې غړی سید احمد سېلاب وايي:«ډېره کمه برخه وکیل صاحبان په افغانستان کې پاتې دي، د هغوی په مورد کې څه فیصله کېږي او د دوی په مورد کې څه کېږي تر اوسه څرګنده نه ده. که د دوی په مورد کې فیصله وشوه، نو هلته بیا قانوني برخه نه پوره کوي او قانونمندي صورت نه نیسي؛ نو دا هم یوه ستونزه ده.»
خو له څه ډير وضاحت پرته د طالبانو اشارې دا دی چې په نوي نظام کې به شورا په پخوانۍ بڼه نه وي.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون غړي شهاب لېوال وویل:«په اسلامي نظام کې د نظام اساس د قران کریم پورې تړلی، تر هغې وروسته رسول الله ص پورې، تر هغې وروسته علماو شورا پورې او علما بیا د نظام ترتیب په اړه ګډ مجلس کوي. بیا د نظام امیر او یا تر هغې وروسته بل مقام په جریان کې کېږي چې بیا هغوی د نظام چارې مخ ته وړي.»

ولسي جرګه ۲۵۰ غړي لري چې د ټاکنو له لارې انتخاب شوي وو. د مشرانو جرګه یا سنا بیا ۱۰۲ تنه انتصابي غړي لري چې یوه برخه یې د ولایتي شورا ګانو او پاتې یې د ولسمشر له لوري غوره شوي دي.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه