ملګرو ملتونو د سویس په جنیوا کې بېګاه (دوشنبه د وږي په ۲۲ مه) افغانستان سره د بشري مرستو پر څرنګوالي کنفرانس جوړ کړی و.
په کنفرانس کې ۱۵۶ استازو ګډون کړی وو چې له منځه یې د څه باندې ۹۰ هېوادونو جګپوړي چارواکي وو.
د ملګرو ملتونو سرمُنشي انتونیو ګوتیرش وایي، د ده د تمې سره سم، پر افغانستان د ملګرو ملتونو جنیوا کنفرانس کې ګډونوالو، افغانستان سره د څه باندې یو میلیارد ډالرو بشري مرستې ژمنه وکړه.
د ملګرو ملتونو سرمُنشي بېګاني کنفرانس ته وویل:"د څو لسیزو جګړې، ناامنۍ او کړاو نه وروسته، کېدای شي د افغانستان خلک تر ټولو سخت حالت کې وي. افغانان د نړۍ په کچه تر ټولو بد بشري کړکېچ تجربه کوي."
د ملګرو ملتونو سرمُنشي دا هم ویلي:"نن له هرو درېیو افغانانو یو یې نه پوهېږي، چې خواړه له کومه کړي. د بېوزلې ګراف لوړ شوی او عامه خدمتونه بېخي په نشت حساب دي. کېدای شي د همدې روانې میاشتې په پوره کېدو سره چې ژمی هم په رارسېدو دی، ګڼ افغانان خپل خواړه خلاص کړي."
دې کنفرانس ته د نړیوال سره صلیب د کمیټې مشر خبرداری ورکړ چې بشري مرستې له سیاسي شرایطو سره تړل یوه خطرناکه چاره او د بشري حقونو له نړیوال قانون سرغړونه ده.
د امریکا، جرمني او جاپان په ګډون بېلابېلو هېوادونو د خپلې برخې مرستې اعلان کړې.
غونډې ته د ایران استازي تور ولګاوه چې افغانستان کې روان بشري ناورین او ګډوډي د امریکا د تېرو شلو کالو د سیاست او پر افغانستان د پوځي ولکې پایله ده.
همدې کنفرانس ته د هند د بهرنیو چارو وزیر وویل چې افغانستان له سختو شرایطو تېرېږي او هند هلته د اوسني وضعیت په اړه جدي اندېښنې لري.
له دې غونډې د مخه د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بېړنیو مرستو همغږي کوونکي مارټین ګرېفېتس ویلي و، ګومان کوي چې د طالبانو مشران پوهېږي چې نړیواله ټولنه په افغانستان کې د ښځو پر حقونو ټینګار کوي او دغه راز غواړي چې د خیریه ادارو د فعالیت په اړه ډاډ ترلاسه کړي.
پر افغانستان د ملګرو ملتونو بېګانۍ غونډه داسې مهال جوړه شوې، چې ملګري ملتونه وایي د افغانستان د نفوس نیمايي وګړي مرستو ته اړتیا لري او وچکالۍ له امله، اوسمهال د تر پنځو کلونو د کم عمره ماشومانو نیمايي، د اړین خوراک له کمي سخت کړېږي.