Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

بلنکین د امریکا کانګرس کې له افغانستانه دپوځيانو د وتلو دفاع وکړه

پرون دوشنبه ( د وږي په ۲۲ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین، د امریکا کانګرس کې، د کانګرس د غړو سختو پوښتنو سره مخامخ وو – ان تر دې چې لږ تر لږه دوو جمهوري‌پالو وکیلانو، له بلنکین نه د استعفا غوښتنه وکړه.

د امریکا د کانګرس غړو، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر نه، د امریکا ملاتړي افغان حکومت د ژر نسکورېدو او له افغانستان نه د ۱۲۴ زره کسانو د ایستلو د څرنګوالي په هکله سختې پوښتنې وکړې.

وزیر بلنکین شاوخوا ۵ ساعته، د امریکا د کانګرس غړو ته په قناعت ورکولو تېر کړل او له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په تړاو د ولسمشر بایډن له پرېکړې یې دفاع وکړه.

انتوني بلنکین د سپیناوي په دې خبرو کې، د امریکا د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوم بیا بیا یاد کړی، چې په وینا یې طالبانو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو سند د ټرمپ ادارې لاسلیک کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي:"داسې هېڅ سند نه‌شته چې وښيي افغانستان کې د ځواکونو پاتېدو د افغانستان دولت یا افغان ځواکونه قوي یا خپلواکول."

وزیر بلنکین طالبانو سره د ټرمپ د ادارې سند ته اشاره کړې او د مۍ په میاشت کې یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله ویلي:"موږ ته یوازې یو مهلت راپاتې وو، نه کوم پروګرام."

د امریکا د کانګرس جمهوریپالو او ډیموکراټانو غړو وویل، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو او په تېرو دوو میاشتو کې یې د چټک پرمختګ په هکله باید څېړنې وشي.

د امریکا د کانګرس غړو، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر نه، د امریکا ملاتړي افغان حکومت د ژر نسکورېدو او له افغانستان نه د ۱۲۴ زره کسانو د ایستلو څرنګوالي په هکله سختې پوښتنې وکړې.

تصویر بندانگشتی

پرون دوشنبه ( د وږي په ۲۲ مه) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین، د امریکا کانګرس کې، د کانګرس د غړو سختو پوښتنو سره مخامخ وو – ان تر دې چې لږ تر لږه دوو جمهوري‌پالو وکیلانو، له بلنکین نه د استعفا غوښتنه وکړه.

د امریکا د کانګرس غړو، د امریکا د بهرنیو چارو له وزیر نه، د امریکا ملاتړي افغان حکومت د ژر نسکورېدو او له افغانستان نه د ۱۲۴ زره کسانو د ایستلو د څرنګوالي په هکله سختې پوښتنې وکړې.

وزیر بلنکین شاوخوا ۵ ساعته، د امریکا د کانګرس غړو ته په قناعت ورکولو تېر کړل او له افغانستانه د امریکایي پوځیانو د ایستلو په تړاو د ولسمشر بایډن له پرېکړې یې دفاع وکړه.

انتوني بلنکین د سپیناوي په دې خبرو کې، د امریکا د مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ نوم بیا بیا یاد کړی، چې په وینا یې طالبانو سره له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د ایستلو سند د ټرمپ ادارې لاسلیک کړی.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلنکین ویلي:"داسې هېڅ سند نه‌شته چې وښيي افغانستان کې د ځواکونو پاتېدو د افغانستان دولت یا افغان ځواکونه قوي یا خپلواکول."

وزیر بلنکین طالبانو سره د ټرمپ د ادارې سند ته اشاره کړې او د مۍ په میاشت کې یې د امریکایي ځواکونو د ایستلو په هکله ویلي:"موږ ته یوازې یو مهلت راپاتې وو، نه کوم پروګرام."

د امریکا د کانګرس جمهوریپالو او ډیموکراټانو غړو وویل، چې پر افغانستان د طالبانو واکمنېدو او په تېرو دوو میاشتو کې یې د چټک پرمختګ په هکله باید څېړنې وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه