Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د نړۍوالې ټولنې له یو مېلیارد ډالري مرستې د طالبانو هرکلی

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست نن سې شنبې (د وږي په ۲۳مه) په کابل کې یوې خبري ناسته کې له افغانستان سره د نړۍوالۍ ټولنې د یو مېلیارد ډالري مرستې هرکلی وکړ.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیر خان متقي وویل:«د جینوا په غونډه کې له افغانستان سره د یوه مېلیار ډالرو له مرستو مننه کوو او ټينګار مو دا دی چې له افغانستان سره نورې مرستې هم وشي.»

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي وايي چې طالبان له مرستندویه هېوادونو سره همکاري کوي. نوموړي همدارنګه په رڼه توګه د افغانستان خلکو ته د دغو مرستو د وېش ډاډ ورکړ.

نوموړي زیاته کړه:«له امنیتي پلوه وضعیت ډېر ښه شوی دی، هم ځمکنۍ لارې امنې دي او هم هوايي لارې، او موږ کولای شو چې له دغو لارو اړمنو ته مرستې په بشپړې روڼتیا سره اړمنو ته ورسوو.»

دا په داسې حال کې ده ځينو هېوادونو چې د مرستو ژمنه یې کړې ده ویلي دي چې مرستې د مرسته روونکو او مرستندویه بنسټونو له لارې اړمنو کسانو ته وېشي.

طالبانو د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو سازمان ژمنه شوې مرستې وستایلې او پر رڼه توګه د افغانستان پر خلکو د دغو مرستو د وېش ډاډ ورکوي.

نړۍوالې ټولنې تېره ورځ د ملګرو ملتونو سازمان د سرمنشي انټونیو ګوترش په مشرۍ د سویس په جینوا کې په یوې غونډه کې ژمنه وکړه چې افغانستان ته څه باندې یو مېلیارد ډالر بشرپاله مرسته به برابره کړي.

مقتي همدارنګه د اسیا له پراختیايي او اسلامي پراختیايي بانکونو وغوښتل چې د براختیا په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

هغه همدارنګه د امریکا له خوا د افغانستان د پیسو پر کنګلېدو نیوکه وکړه او دا کار یې یو ظالمانه کړنه وبلله.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست همدارنګه وویل چې افغانستان د امریکا متحده ایالاتو په ګډون د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکی دی، خو زیاته یې کړه چې امریکا باید پر افغانستان ډېر فشار را نه وړي.

ښاغلي متقي وویل:«د امریکا په ګډون له ټولو نړۍوالو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکو یوو. امریکا دې هم پر افغانستان له دې ډېر فشار نه راوړي او له دغه غریب هېواد سره دې مرستې وکړي.»

امیر خان مقتي د بهرنیو چارو وزارت د کارکوونکو د کار د دوام په هکله د یوه خبریال د پوښتنې په ځواب کې وویل چې هغوی له ټولو کارکوونکو غوښتي دي چې خپلو کارونو ته راستانه شي.

د طالبانو دغه جګپوړي چارواکي همدارنګه زیاته کړه طالبان هڅه کوي چې په افغانستان کې د پانګونې په برخه کې ډېر زمینه برابره کړي چې د هېواد اقتصادي وضعیت ښه شي.

امیر خان متقي وايي چې طالبان د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د نیکو دوه اړخیزو اړیکو غوښتونکي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه