په داسې حال کې چې ملګرو ملتونو په پنجشېر کې د ملکي مرګ ژوبلې او بشري حقونو د نقض پېښو باندې اندېښنه ښودلې، په افغانستان کې دننه د بشري حقونو فعالان هم وايي، د ملکي مرګ ژوبلې او د بشري حقونو د نقض دوسیې دې په جدي ډول وڅېړل شي.
په همدې حال کې د پنجشېر اوسېدونکي هم وايي، دوی د ملکیانو د وژنې او په زوره خلکو باندې د کډو کولو شاهدان دي.
که څه هم طالبان د بشري حقونو د نقض او په پنجشېر کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې ادعا ردوي، د بشري حقونو فعالان په هر اړخیز ډول د دغو رپوټونو د څېړلو غوښتنه کوي.
د پنجشیر اوسېدونکي کې هم وایي چې طالبانو په ځينو موردونو کې ملکیان ویشتلي دي او د ځينو سیمو اوسېدونکي یې په اجباري توګه له خپلو کورونو نه کډه کولو ته اړ کړي دي.
د پنجشېر اوسېدونکې نویده عزیزي وايي:«په اجباري توګه د پنجشېر د اوسېدونکو کډه کول، د دې لامل شوي دي چې خلک نورو ولایتونو ته کډه وکړي. له نړۍوالې ټولنې او له هغو هېوادونو چې د همکارۍ غوښتونکي دي د بنچشېر له کډوالو سره مرسته وکړي.»
د پنجشېر اوسېدونکی ساحل آرمان هم څرګندوي:«د خپلې هوکړې تر پښو لاندې کولو سره او همدارنګه د بشري حقونو له نقض سره یې د پنچشېر ډېرو خلکو ته یې زیان رسولی دی. بې ګناه او بې غرضه کسان یې په ډزو سره وژلي دي.»
تېره ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېسیون په پنجشېر کې د ملکیانو د مرګ ژوبلې او د بشري حقونو د نقض په هکله اندېښنه څرګنده کړه.
د ملګرو ملتونو د بشر حقونو کمېشنره ميشل باشله وايي:«زه د پنجشېر په دره کې د جګړې په پایله کې د ولسي وګړو د مرګ ژوبلې او د بشري حقونو د نقض او همدارنګه هلته د هرې ورځې په تېرېدو سره د انساني وضعیت د خرابېدو د رپوټونو په هکله اندېښمنه یم.»
تر دغو ادعاوو وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمېسیون دغه ادعا په جدي توګه رد کړه.
له دې سره هم مهاله د مقاومت جبهې یو چارواکی احمد ولي مسعود د دوچویلې له رسنۍ سره په مرکه کې طالبان د پنجشېر د اوسېدونکو په اجباري کډه کولو تورنوي.
طالبانو ته نږدې کس عبدالحق حماد وايي:«د طالبانو پالیسي دا نه ده چې څوک اجباري کډې کولو ته مجبور کړي. داسې څه نه دي شوي، که څوک په خپل طبیعت باندې تللي وي طالبان یې مخه نه نیسي، لکه په نور افغانستان کې، خو داسې څه شواهد نشته.»
بل خوا په یوه ویډیو کې چې په ټولنیزو شبکو کې لاس په لاس کېږي، د ګیزاب ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي ادعا لري چې طالبانو نهه ورځې وخت ورکړی دی چې خپل کورونه پرېږدي.
طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي.
په دې اړه مو اندونه