Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

میشل باشله: طالبانو په پراخه کچه د ښځو حقونه نقض کړي

ملګرو ملتونو طالبان تورن کړي دي چې په افغانستان کې یې د ښځو بشري حقونه په پراخه کچه نقض کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل باشله د افغانستان په تړاو د دغه سازمان په یوه غونډه کې وایي چې طالبانو په افغانسان کې د مېرمنو حقونه په پراخه توګه نقض کړي دي.

نوموړې زیاتوي:«د طالبانو د ژمنې پر خلاف په تېرو درېیو اوونیو کې ډېری مېرمنې له خپلو دندو راګرځول شوې او څنډې ته شوې دي او په ډېری ځایونو کې ان د شرعي محرم له حضور پرته ښځو ته له کورنه د وتلو اجازه نه ورکول کېږي» 

نوموړې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غواړي چې پر طالبانو د فشار په راړولو سره هغوی په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل باشله څرګندوي:«زه پر دې خواشینې یم چې د طالبانو د کابینې په سرپرست وزیرانو کې د نورو قومونو لږ کسان دي او هېڅ ښځه په کې نشته»

خو د طالبانو د تحریک دغه غړی وایي چې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې په وزارتونو او نورو دفترونو کې د نارینه وو ترڅنګ کار وکړي.
 
یو طالب چارواکی وحیدالله هاشمي څرګندوي:«دا روښانه ده چې نارینه او ښځې نه شي کولای سره یوځای کار وکړي. ښځې اجازه نه لري چې زموږ دفترونو ته راشي او په وزارتونو کې له موږ سره یوځای کار وکړي.»

په همدې حال کې پروانه ابراهیم خېل یوه له هغو مېرمنو ده چې تر دې وړاندې یې د خبریالې په توګه کار کاوه، خو د پخواني حکومت تر سقوط وروسته په کور کې ناسته ده.

نوموړې چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ ده، وایي چې اوسني وضعیت نوموړې او د دې کورنۍ له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ کړې ده:«له خلکو سره د طالبانو په جګړه کې مې پلار له لاسه ورکړ او وروسته بیا د دوی په جګړه ورور مې وړند شو. ما هم خپل ماشومتوب او خپله ځواني له لاسه ورکړه.»

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي دي چې ټولې هغه مېرمنې دې چې د پخواني حکومت په ادارو کې یې کار کاوه، د دوی تر خبرتیا پورې په کورونو کې کیني.

 د بشري حقونو د نړۍوال سازمان مشره، په جنیوا کې د افغانستان په تړاو د ملګرو ملتونو غونډې ته ویلی، طالبانو چې د ښځو د حقونو د خوندیتوب په اړه کومې ژمنې کړې وې، عملي کړې یې نه دي.

Thumbnail

ملګرو ملتونو طالبان تورن کړي دي چې په افغانستان کې یې د ښځو بشري حقونه په پراخه کچه نقض کړي دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل باشله د افغانستان په تړاو د دغه سازمان په یوه غونډه کې وایي چې طالبانو په افغانسان کې د مېرمنو حقونه په پراخه توګه نقض کړي دي.

نوموړې زیاتوي:«د طالبانو د ژمنې پر خلاف په تېرو درېیو اوونیو کې ډېری مېرمنې له خپلو دندو راګرځول شوې او څنډې ته شوې دي او په ډېری ځایونو کې ان د شرعي محرم له حضور پرته ښځو ته له کورنه د وتلو اجازه نه ورکول کېږي» 

نوموړې د دغه سازمان له غړو هېوادونو غواړي چې پر طالبانو د فشار په راړولو سره هغوی په افغانستان کې د ښځو د بشري حقونو رعایت ته وهڅوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمېشنره میشل باشله څرګندوي:«زه پر دې خواشینې یم چې د طالبانو د کابینې په سرپرست وزیرانو کې د نورو قومونو لږ کسان دي او هېڅ ښځه په کې نشته»

خو د طالبانو د تحریک دغه غړی وایي چې ښځو ته اجازه نه ورکوي چې په وزارتونو او نورو دفترونو کې د نارینه وو ترڅنګ کار وکړي.
 
یو طالب چارواکی وحیدالله هاشمي څرګندوي:«دا روښانه ده چې نارینه او ښځې نه شي کولای سره یوځای کار وکړي. ښځې اجازه نه لري چې زموږ دفترونو ته راشي او په وزارتونو کې له موږ سره یوځای کار وکړي.»

په همدې حال کې پروانه ابراهیم خېل یوه له هغو مېرمنو ده چې تر دې وړاندې یې د خبریالې په توګه کار کاوه، خو د پخواني حکومت تر سقوط وروسته په کور کې ناسته ده.

نوموړې چې د خپلې کورنۍ یوازینۍ ګټیالۍ ده، وایي چې اوسني وضعیت نوموړې او د دې کورنۍ له ناڅرګندې راتلونکې سره مخ کړې ده:«له خلکو سره د طالبانو په جګړه کې مې پلار له لاسه ورکړ او وروسته بیا د دوی په جګړه ورور مې وړند شو. ما هم خپل ماشومتوب او خپله ځواني له لاسه ورکړه.»

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې تر دې وړاندې طالبانو ویلي دي چې ټولې هغه مېرمنې دې چې د پخواني حکومت په ادارو کې یې کار کاوه، د دوی تر خبرتیا پورې په کورونو کې کیني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه