Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د ښځينه او نرینه ټولګیو جلاوالی به پر زده کړو ناړه اغېز وکړي'

یونېسکو وايي، په افغانستان کې د ښځینه او نارینه زده کړیالانو د ټولګیو جلا کول به د زده کړو په بهیر ناوړه اغېز وکړي.

د یونیسکو د کلتوري، علمي او پوهنیزې برخې مسوولان وايي، د طالبانو د لوړو زده کړو نوې طرحه به په دغه هېواد کې د لوړو زده کړو برخه کې شوي پرمختګونه له خطر سره مخ کړي.

بل خوا د پوهنتونونو یو شمېر استادان د لوړو زده کړو وزارت د طرحې په غبرګون کې وایي چې په لنډ وخت کې د ځينو مضمونونو  لېرې کول او دا راز د هغو پرځای د نورو مضمونونو ځای پرځای کول امکان نه لري.

د پوهنتون استاد ظهیر مصدق په دې هکله وايي:«موږ هغه لاسته راوړنه چې د تېرو شلو کلونو په اوږدو کې لرلې، په واقعیت کې موږ نه شو کولای دغه ټولې لاسته راوړنې د یوې میاشتې او یا دوه میاشتو په اوږدو کې حذف کړو او پر ځای یې نور توکي ځای پر ځای کړو.»

بل خوا د پوهنتونونو یو شمېر استادان وایي چې له هلکانو نه د نجونو د ټولګیو جلا کول خورا ډېر لګښت ته اړتیا لري چې په اوسني وضعیت کې دا کار شونی نه دی.
 
د پوهنتون استاد سید جمال خورشید څرګندوي:«که چېرې دا طرحه په دې بنسټ مخته ولاړه شي چې موږ د ښځينه او نرينه د جلاوالي طرحه ولرو. زه فکر کوم چې پر ښځينه زده کړیالانو د زده کړو کړۍ دېره تنګېږي. او دا تنګوالی د دې لامل کېږي چې ښځې نور د زده کړو خوا ته مخه نه کړي.»

د پوهنتون استاد نجیب‌الله واحدي هم وايي:«په اوسنیو شرایطو کې، د دغې طرحې اجرا کېدل، د دغې طرحې دوام او پرې ټينګار په خصوصي پوهنتونونو کې شونې ده، ځکه چې داسې کوم ظرفیت نه لیدل کېږي.»

بلخوا مینه د کابل په یوه خصوصي پوهنتون کې د کمپیوټر ساینس پوهنځي د درېیم سسمټر محصله ده. نوموړې چې له یوې میاشتې وروسته نن، پوهنتون ته تللې وایي چې ډېری محصلان په ټولګیو کې نه وو.
 
محصله مینه زیاتوي:«زموږ په ټولګي کې پنځه تنه وو، درس ته هېڅ لېوالتیا نه وه. هېڅ درس نه وو.»

دا په داسې حال کې ده چې د یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزارت سرپرست عبدالباقي حقاني د هلکانو او نجونو ګډ درس ویل د اسلامي ارزښتونو پر خلاف وبلل، او  زیاته يې کړه چې ډير ژر به دا بهیر پای ته ورسېږي.
 نوموړي دغه راز وویل چې که چېري ښځينه استادانې نه وي، نارینه استادان کولای شي چې د پردې له شا نجونو ته درس ورکړي.

بلخوا د پوهنتونو یو شمېر استادان وايي، د نجونو او هلک زده کړیالانو د ټولګیو جلا کولو پروسه به ډېر وخت ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه