Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

خبریالان وایي معلوماتو ته یې لاسرسی محدود شوی

د هېواد په بېلابېلو سیمو کې خبریالان وایي، چې معلوماتو ته یې لاسرسی محدود شوی او په خبره یې د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوازې څو تنه غړي ځواب ورکوي او په نورو ادارو کې ویندویان نه‌شته.

خبریالان وایي، اکثره پوښتنې یې بې‌ځوابه پاتې کېږي.

د خبریالانو په وینا که د دولتي ادارو د اطلاعاتو څانګې بېرته فعالې نه‌شي، نو د حکومت، رسنیو او خلکو ترمنځ واټن به زیات شي.

ماني مشکین‌قلم په خبریالۍ کې لس کلنه تجربه لري وایي، لا هم خپل کار ته دوام ورکوي او په خبره یې د مخکیني حکومت تر پرځېدا وروسته، د خبریالۍ تر ټولو سخت پړاو تجربه کوي.

مشکین‌قلم ویلي:"د دوی په منځ کې همغږي نه‌شته. یو مشخص پروګرام نه‌لري، چې پر بنسټ یې کار او فعالیت وکړو. کله چې ښار ته یوه رپوټ پسې ووځو، ډارېږو چې و نه وهل شو. دا ستونزې شته."

رسنوال وایي، که څه هم په کابل کې د طالبانو د حضور یوه میاشت وشوه او د کابینې اکثره غړي یې هم اعلان شوي، خو لا هم پرته له فرهنګي کمېسیون نور څوک د معلوماتو ورکړې لپاره نه‌شته.

یوه بل خبریال جواد پوپلزي ویلي:"خبریالان له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي. لکه: معلوماتو ته نه لاسرسی. طالبان کم ویندویان لري، چې ځينو بېلګو کې ځواب نه وایي. د کابینې د اعلان څو ورځې وشوې، خو ویندویان نه‌شته. دا په دې مانا چې سرچینې نه‌شته."

طالبان هم معلوماتو ته لاسرسي برخه کې د خبریالانو موجودې ستونزې مني.

د طالبانو د فرهنګي کمېسیون یوه غړي شهاب لېوال ویلي:"هر وزارت باید یوه سرچینه ولري، چې رسنۍ له هماغې پتې د معلوماتو غوښتنه وکړي. په دې هکله کار روان دی."

دا ټول داسې مهال چې د جګړې پر مهال د مخکیني حکومت پرتله طالبان په خواله رسنیو کې ډېر فعال ول.

له دې سره د تېر حکومت هرې حکومتي ادارې د معلوماتو د شریکولو لږ تر لږه یو مسوول درلود.

ځینې خبریالان وایي، په دولتي ادارو کې پوره ویندویان نه‌شته نو له همدې کبله یې د رپوټونو جوړولو لپاره اکثره پوښتنې بې‌ځوابه پاتې کېږي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه