Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوې کورنۍ ادعا کړې چې ناپېژانده وسله والو یې پیسې او ګاڼې لوټلي

کابل کې یوه کورنۍ ادعا کوي چې د سې شنبې ورځې غرمه مهال (د وږي په ۲۳مه) ناپېژانده وسله وال د دوی کور ته ننوتلي د دوی پیسې او ګاڼې یې لوټلي دي.

دغه کورنۍ وايي هغه وسله وال کسان چې د دوی کور ته ننوتلي دي ځانونه یې طالبان معرفی کړي وو.

نور ګل چې د دغې کورنۍ مشر دی، پر کور یې د یو شمېر ناپېژنده وسله والو د وراوښتو او د کورنۍ پر غړو یې د برید په اړه ترخې کیسې لري.

دی زیاتوي، د سې شنبې په ماسپښین شپږو وسله والو چې ځانونه یې طالبان معرفي کړي وو په زور سره یې کور ته دننه شول او د کورنۍ ټول غړي یې په جلا جلا کوټو کې وتړل او د مېرمنو سره زر یې په زور سره ترې اخیستي دي:«زه د غرمې ډوډۍ پر خوړلو بوخت وم چې ناڅاپه زموږ کور ته شپږ تنه وسله وال راننوتل او موږ ټول یې په جلا جلا خونو کې وتړلو او زموږ ټولې پیسې او ګاڼې له ځان سره یوړې.»

ننګیالی د دغه کور مشر زوی دی چې، له خپلې ښځې او ماشومانو سره په خپله کوټه کې و. د ده په وینا، یادو وسله والو له دوی نه یو مېلیون افغانۍ وړې دي.
دی زیاتوي دا هغه پیسې وې چې، د خپلو ماشومانو د ښې راتلونکې لپاره یې ټولې کړې وې:«دا زموږ کوټه ده، زه چې له هټۍ راغلم زموږ ټولې پیسې یې له دغې کوټې وړې وې ژوند مې تباه شو.»

له دې سره سم، حقوقپوهان وايي، د قانون پربنسټ هېڅوک حق نه لري چې، له کوم رسمي سند پرته د چا شخصي کور ته د څېړنې په موخه ورشي.

د افغانستان د حقوق پوهانو ټولنې مرستیال سبحان الله مصباح څرګنده کړه:«د قانون پر بنسټ هېڅوک او یا کسان د محکمې له رسمي سند پرته د کورونو د تلاشۍ حق نه لري او دا جرم دی.»

خو طالبان بیا د خپلو کسانو له لوري د ولسي وګړو د کورونو د لټولو مسله ردوي او زیاتوي چې، ځینې نامسووله کسان د طالبانو له نامه ناوړه ګټه اخلي.

د طالبانو د کلتوري کمېسیون غړی سید خوستی وايي:«موږ عمومي عفوه اعلان کړې ده او د خلکو کورونو ته نه ځوو دا چې دوی د طالبانو له نومه استفاده کړې ده، باید له حوزو سره شریک شي.»

تر دې مخکې هم داسې راپورونه خپاره شوي چې، طالبان د دولتي وسایطو د اخیستو په موخه د دولتي کارکوونکو کورونه لټوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه