Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د طالبانو لوی درستیز: د منظم پوځ د جوړولو پر پلان کار پیل شوی

د طالبانو له لورې د اعلان شوي سرپرست حکومت د دفاع وزارت لوی درستيز وايي، د يوه منظم وسله‌وال پوځ د جوړولو پر پلان کار پیل شوی دی.

قاري فصیح الدين له طلوع نيوز سره په خبرو کې وايي چې، دا پلان به په نږدې راتلوونکي کې بشپړ شي او د پخواني حکومت پوځیان به هم د وسله‌وال پوځ برخه وي.

د طالبانو د حکومت لوی درستیز قاري فصیح الدین وايي:«زموږ ګران هېواد افغانستان به یوه پياوړې او منظمه اردو ولري چې په اسانۍ سره وکړای شي زموږ له ګران هېواد افغانستان څخه دفاع وکړي»

د طالبانو دې جګپوړي نظامي چارواکي له طلوع نیوز سره په خبرو کې دا يادونه هم وکړه چې د پخواني حکومت نظامیان به بېرته دندو ته راوغوښتل شي. نوموړی په ټينګار سره دا هم وویل چې دوی به د افغانستان امنیت ته متوجه هر داخلي او بهرني ګواښ ته په کلکه ځواب ووایي. 

نوموړي زیاته کړه:«هغه کسان چې مسلکي وو او په دې برخه کې یې روزنه لیدلې ده، له هغوی استفاده وشي او په اردو کې هغوی هم وي. هیله لرو چې اردو ډېر ژر منظمه شي.»

بلخوا پخواني پوځي افسران وايي، طالبان دې د دفاع وزارت او وسله‌وال پوځ د پياوړي کولو په خاطر د پخوانيو نظامیانو له تجربو ګټه واخلي. 

پخوانی پوځي افسر شکور الله سلطاني وايي:«دغه کسان چې کابو درې لکه پوځيان دي بې برخلکه شوي دي، د دوی د برخلیک په هکله دې هم یوه پرېکړه وکړي.»

د کابل اوسېدونکی وثیق الله عظیم هم څرګندوي:«اردو، پولیس او امنیت دې قانوني شي، قانوني بنسټونه دې رامنځته شي. په دې کې شک نشته چې د پخوانیو پوځيانو له مشورې پرته شونې نه ده.»

د پخواني حکومت له سقوط وروسته د عام ولس لویه اندېښنه، د مخکني وسله‌وال پوځ او پولیسو د سرنوشت په رابطه ده. د طالبانو جګپوړو چارواکو ويلي چې د هغوی له تجربو به ګټه واخلي  خو دغه پخواني نظاميان لا هم بیرته دندو ته ندي غوښتل شوي. 

قاري فیصح الدين وايي، دفاع وزارت په هغه پلان کار پيل کړی چې په عملي کیدو سره به يې افغانستان يو منظم او پياوړی وسله‌وال پوځ ولري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه