Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'که القاعده له افغانستانه امریکا وګواښي مسوول به یې طالبان وي'

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انټوني بلنکین وايي که چېرې القاعده له افغانستانه د دغه هېواد ګټې وګواښي، طالبان به د هغه مسوول وي.

د امریکا بهرنیو چارو وزیر زیاتوي که څه هم طالبانو ژمنه کړې چې، د افغانستان له خاورې به د افغانستان په وړاندې استفاده ونه شي؛ خو واشنګټن به له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره پر طالبانو تکیه ونه کړي.

نوموړی زیاتوي:«طالبان ژمن دي چې، د القاعدې او داعش په ګډون د ترهګرو ډلو چې، د امریکا او زموږ د متحدانو امنیت ګواښي، مخنیوی کوي. موږ هغوی په دې برخه کې مسوول ګڼو. دا په دې معنا نه ده چې، موږ به یوازې پر هغوی تکیه وکړو. په سیمه کې به د ترهګرۍ پر ګواښونو د څارنې لپاره او د هغو د شنډولو په اړه به زموږ هڅې دوام وکړي.» 

بي بي سي د سي ای اې د مرستیال له قوله راپور ورکړی چې، د امریکا د استخباراتو د مرکزي ادارې څېړنې د دې ښکارندويي کوي چې، په افغانستان کې د القاعدې فعالیتونه پیل شوي او دوی هم د دغې شبکې فعالیتونه له نږدې څاري.

د سیاسي چارو شنوونکی نورالله ولیزاده وايي:«دا احتمال موجود دی چې القاعده د ځينو سیمه ییزو او د امریکا سیالیو هېوادونو د استخباراتي سازمانونو په ملاتړ، په افغانستان کې فعال شي او دا د امریکې لپاره یو جدي ګواښ دی.»

د نړۍوالو اړیکو کارپوه حمید عبیدي هم څرګندوي:«امریکا په واقعیت کې پر دې اعتراف کړی دی چې په افغانستان کې یې سیاست له ماتې سره مخ شوی دی، لږ تر لږه د هغه څه په هکله چې د راتګ په وخت کې یې له افغانانو سره ژمنه کړې وه.»

خو طالبان بیا امریکا د القاعدې او داعش ډلو د ودې مسوول ګڼي.

د طالبانو یو له قومندانانو شهاب‌الدین لېوال وايي، د داعش او القاعدې په څېر ډلو ته په تېرو شلو کلونو کې د امریکا او د تېر حکومت تر نظر لاندې بستر جوړ شوی دی:«دا یو تور دی ترڅو وکړای شي چې د اسلامي امارت په هکله د نړۍ ذهنیت مغشوش کړي. ترڅو کړای شي چې نړۍ له اسلامي امارت سره له کار او ژمنې لېرې کړي.» 

امریکا په ۲۰۰۱ کال کې د القاعدې د ځپلو په موخه پر افغانستان برید وکړ او اوس یې چې، په افغانستان کې خپله تر ټولو اوږده جګړه پایته رسولې، د دغه هېواد د استخباراتي چارواکو څرګندونې د هېوادوالو په اذهانو کې ډېرې پوښتنې راولاړې کړې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه