شاوخوا ۲۰ ورځې په پنجشېر کې مخابراتي شبکې پرې او لارې بندې وي، خو اوس د سرپرستې کابینې چارواکي او د پنجشېر ولایت اوسېدونکي وایي، دې ولایت مخابراتي شبکې بېرته فعالې او لارې خلاصې شوې دي.
د پنجشېر خلک وایي، برېښنا لا هم پرې ده.
یوه سیمهییز خبریال محمد واسع الماس ویلي: "له پرون راهیسې پنجشېر کې مخابراتي شبکې بېرته فعالې شوې دي. خو اصلي ستونزه د برېښنا د نه موجودیت ده، چې تراوسه وصل شوې نه ده."
د پنجشېر ولایت ځینې اوسېدونکي وایي، چې د دې ولایت ۹۰ سلنه خلکو د طالبانو او د مقاومت جبهې ترمنځ د نښتو له کبله خپلې مېنې پرېښې دي.
د پنجشېر ولایت یوه اوسېدونکي ویلي:"دې ولایت کې اقتصادي ناورین دی، خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي."
د پنجشېر ولایت یوه بل اوسېدونکي ویلي:"له سل سلنې نه ۱۰ سلنه خلک پاتې دي او پاتې نورو خپل کورونه پرېښي دي."
په پنجشېر کې یو امنیتي مسوول وایي، چې اوس په پنجشېر کې حالت عادي دی.
په پنجشېر کې د ثناءالله سنګین په نامه یوه امنیتي مسوول ویلي:"د ماشومانو ښځو او خلکو امنیت ټینګول پر موږ فرض دی. ټولې هغه خبرې درواغ دي، چې وایي برېښنا نهشته او خواړه نهشته."
په همدې حال کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خپل یوه رپوټ کې لیکلي، چې احمد مسعود د امریکا ملاتړ لپاره یو کس ته دنده ورکړې.
احمد مسعود ته یوه نږدې سرچینه وایي، چې د دې کار اصلي موخه داده چې امریکا طالبان په رسمیت و نه پېژني.
د نیویارک ټایمز رپوټ کې زیاته شوې، چې طالبان هم هڅه کوي، چې ورته ګام واخلي.
د سرپرستې کابینې د فرهنګي کمېسیون یوه غړي سعید خوستي ویلي:"په دې هکله هېڅ اندېښنه نهشته. خپلې هڅې کوي، خو څه نهشي کولی. دلته اشغالګرو، امریکا او ملګرو یې ماتې وخوړله. تاسې ولیدل چې افغانستان کې ترې ټانکونه، توپونه او الوتکې پاتې شوې."
په ورته وخت کې، د اروپايي ټولنې پارلمان، په یوه مسوده کې د دوی غونډه کې د احمد مسعود د بلنې خبره لیکلې وه، خو وروستي پرېکړهلیک کې دا برخه لېرې شوې ده.