Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

یونیسف وایي لس میلیونه افغان ماشومان عاجلو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق یا یونیسف وایي، افغانستان کې شاوخوا ۱۰ میلیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري.

د یونیسف په وینا، پوره او مناسبو خوړو ته نه لاسرسی، د درملو او د څښاک اوبو کمی هغه څه دي، چې افغان ماشومان ورسره مخامخ دي.

افغانستان کې د یونیسف د عامه اړیکو مسوولې سام مورټ ویلي:"نن په افغانستان کې نژدې ۱۰ میلیونه ماشومان عاجلو بشري مرستو ته اړتیا لري. هغوی چې د دې وضعیت مسوول دي، بیه به یې پرې کړي. دا ماشومان د وچکالۍ له کبله د څښاک اوبو ته لاسرسی نه لري. دا ماشومان د پولیو له واکسینو هم پاتې دي."

له دې سره هېواد کې د وچکالۍ د زیاتوالي له کبله، د ماشومانو وضعیت تر بل هر وخت ډېر د اندېښنې دی.

د ګلثوم په نامه له کندوزه یوه بې‌ځایه شوې وایي، چې د خوړو د کمي ترڅنګ، د څښاک پاکې اوبه هم نه لري.

ګلثوم ویلي:"لور مې یو کلنه ده، خو پوره خواړه نه‌شته وضعیت یې ښه نه دی."

د حامد په نامه یوه بې‌ځایه شوي ویلي:"زه مې ماشومانو ته اندېښنه لرم، چې څه به وشي. کله یې ناروغي ښه کېږي. درمل او ډاکټر نه‌شته."

بې‌‌ځایه شوې کورنۍ وایي، چې ماشومانو ته د لومړنیو موادو د برابرولو وس نه لري.

د شهلا په نامه یوې بې‌ځایه شوې ویلي:"ماشومان جامو او خوړو ته اړتیا لري. چې نشته نو ملګري ملتونه دې موږ سره مرسته وکړي."

له دې سره د ځينو روغتونونو مسوولان وایي، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ ناروغي تر بل هر وخت ډېره شوې.

د صحت طفل روغتون سرطبیب محمد لطیف باهر ویلي:"وروستيو بدلونونو له کبله زموږ د ناروغانو شمېر هم زیات شوی."

د ماشومانو د حقونو فعالان هم د افغان ماشومانو وضعیت ته اندېښنه لري.

د ماشومانو د حقونو فعالې زرقا یفتلي ویلي:"که نړۍواله ټولنه د افغانستان خلکو او په ځانګړې توګه ماشومانو ته پاملرنه و نه کړي، نو موږ به د بشري ناورین شاهدان واوسو."

د نړۍوالو د مرستو کمي او د وروستيو بدلونه له کبله د اقتصاد خرابی د دې لامل شوی، چې د ګڼو افغان ماشومانو ژوند له خطر سره مخامخ شي.

په کابل کې یوه بې‌ځایه شوې کورنۍ وایي، خپلو ماشومانو ته د لومړنیو موادو د برابرولو وس نه‌لري او له نړۍ غواړي چې لاسنیوی یې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه