د امریکا پوځ وایي، د تېرې اګېسټ میاشتې په ۲۹ مه کابل کې، په تېروتنه د ملکي کسانو یو کور په نښه شوی او ملکي کسان پهکې وژل شوي.
د امریکا پوځ هغه مهال ویلي وو، چې د داعش ډلې کسان یې په نښه کړي.
اوس د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مکینزي پرون خبریالانو ته ویلي، چې د هغه برید ټول قربانیان ملکي کسان دي او دا یوه غمجنه تېروتنه وه.
مکینزي ویلي:"د عملیاتو د مسوول قوماندان په توګه، زه د دې برید او غمجنې نتیجې مسوول یم."
مکینزي ویلي، باور دا وو، چې هغه برید کې ترهګر وژل شوي او د کابل پر هوایي ډګر د برید مخنیوی شوی.
په هغه برید کې د اوو ماشومانو په ګډون ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي.
وړاندې د قرباني شویو خلکو کورنۍ ویلي وو> چې وژل شوي کسان له داعش ډلې سره هېڅ تړاو نه لري.