Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

عمران خان:له طالبانو سره مې د ټول ګډونه حکومت په اړه خبرې پیل کړي

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي چې هغه له طالبانو سره د ټول ګډونه حکومت په هکله چې په هغه کې د تاجیک، هزاره او ازبیک قومونه هم شامل وي، خبرې اترې پیل کړې دي.

خان نن په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي دي چې له طالبانو سره خبرې اترې د دوشنبې په ښار کې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو له مشرانو په ځانګړې توګه د تاجیکستان له ولسمشر سره تر اوږدو خبرو اترو وروسته، پیل کړې دي.

هغه په خپل پاڼه لیکلي:«د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر ناستو وروسته، په ځانګړې توګه د تاجیکستان له ولسمشر امام علي رحمن له اوږدو خبرو اترو وروسته، ما له طالبانو سره د ټول ګډونه حکومت په هکله چې په هغه کې تاجیکان، هزاره ګان، او ازبیکان شامل وي، پيل کړې دي.»

خان همدارنګه وویل چې له څلوېښت کاله جګړې وروسته، یو ټول ګډونه حکومت کولای شي په افغانستان کې سوله او ټيکاو تضمین کړي.

هغه همدارنګه ټينګار وکړ چې په افغانستان کې وسله او ټیکاو د پاکستان او سیمې په ګټه هم دی.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د شانګهای یا دد اقتصادي همکاریو سازمان شلمه غونډه د نړۍ د دولسو هېوادونو په حضور په حضوري او مجازي ټول د تاجیکستان په پلازمېنه کې جوړه شوه.

په دغې ناسته کې، د افغانستان وضعیت او همدارنګه د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو په هکله بحث او خبرې اترې وشوې.

په دغې ناسته کې، امام علي رحمن او خان په افغانستان کې د یوه ټول ګډونه حکومت په رامنځته کېدو ټینګار وکړ.

د دې سربېره چې افغانستان په دغې غونډه کې د بحث له اصلي چورلیز څخه و، خو په دغې ناسته کې له افغانستان څخه څوک بلل شوي نه وو.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه