Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ګرنډي: د بشري حقونو په هکله لاهم له طالبانو سره د بحث موکه شته

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ سازمان مشر فلېپو ګرنډي په دې باور دی چې له طالبانو سره د بشري حقونو، ښځو او لږکیو د حقونو پر سر بحث کېدای شي. 

فلېپو ګرانډي د افغانستان له سفر نه تر راستنېدو وروسته د جمعې په ورځ په اسلام اباد کې خبریالانو سره همدې موضوع ته په اشاره ویلي، د خبرو فرصت شته دی او ده په دې هکله د طالبانو له بېلابېلو مشرانو سره خبرې هم کړې دي.

خو له دې سره جوخت یې دا هم ویلي چې د بشرې حقونو د خوندیتوب په هکله لا تراوسه ګڼې پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.
   
د ملګرو ملتونو د سازمان دغه لوړ پوړي چارواکي په افغانستان کې له بشري او مدني حقونو د سرغړونو په هکله د رپوټونو له زیاتېدو  وروسته ډاډ ښودلی چې طالبان ګواکې پر دغه مسایلو خبرو ته تیار دي او نړۍوالې ټولنې ته په کار ده چې له هغوی سره ښکېل پاتې شي. 

ګرنډي وویل:«تاسو پوهېږئ چې نړۍواله ټولنه ځينې اندېښنې لري. دا اندېښنې ښځو ته د کار او تعلیم د حق د ورکړې، له لږکیو او په دې ډله کې له شیعه لږکیو سره د چلن، او ورته نورو مسایلو له اړخه دي. ما د طالبانو له مشرانو سره پر دغو اندېښنو خبرې وکړې او دا راته معلومه شوه د دا وړ بحثونو  لپاره فرصت شته. خو د دې باوجود نه غواړم کوم مبهم انځور وړاندې کړم، ځکه ډېر څه لا ناروښانه دي، خو زموږ تکل دا دی چې له یوه لوی افت او مصیبت نه د افغانستان د ژغورلو او ورسره د ټولې سیمې د ثبات لپاره له طالبانو سره ښکېل پاتې شو.»

د ملګرو ملتونو د کډوالو د ادارې مشر، په خپلو کې د طالب مشرانو د یووالي پر اړتیا هم ټينګار وکړ:«زموږ تمه دا ده چې دا نوې اداره په خپلو کې سره وېشلې او پاشلې نه، بلکه متحده وي. البته په رسنیو کې ځينې رپوټونه شته چې زه یې تاییدولی نه شم. ښایي تاسو هم لیدلي وي. زما په باور دا د راتلونکې لپاره یوه مهمه موضوع ده. که چېرې د بېلابېلو مشرانو تر منځ نښتې پیل شي، نو دا به د افغانستان له جنجالونو ډک ماضي ته د ستنېدو او شا ته تګ په معنا وي. دا به یو وار بیا د بې ثباتۍ لامل شي.»

د ملګرو ملتونو دغه لوړپوړي چارواکي دا خبرداری هم ورکړ که چېرې حالات له کابو نه ووځي نو له افغانستان نه به د ګډوالو سېلاب پیل شي. 

نوموړی زیاتوي:«موږ تر اوسه د کډوالو پراخ خوځښت نه دی لیدلی. خو که چېرې دولت ماتېږي نو ښایي په لوی شمېر کې خلک له رامنځ ته شویو حالاتو نه د تېښتې لپاره نورو هېوادونو ته د کډه کېدو هڅه وکړي. نو ځکه خو دا ډېره مهمه ده چې د دغه شان وضعیت د رامنځ ته کېدو مخه ونیول شي.»

د اګست پر پنځلسمه واک ته د طالبانو له بېرته راستنېدو راهیسې ښځينه فعالانې د خپلو حقونو د خوندیتوب په پار څو ځلې واټونو ته رواوتلې چې په ترڅ کې یې اعتراض کوونکي او خبریالان وهل شوي او توقیف شوي هم دي. طالبانو له هماغه لومړي سره د دغو پېښو په هکله د پلټنو ژمنه کړې، خو لا تراوسه یې د موندنو تور او سپین معلوم شوي نه دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه