Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغانستان د سفارتونو بې خلیکي؛ ډيپلماټان د کډوالۍ په لټه کې دي

که څه هم چې د پخواني حکومت له پرځېدو څه باندې یوه میاشت تېرېږي، تراوسه د هېواد د سیاسي استازولیو د فعالیتونو په هکله کومه پرېکړه نه ده شوې.

د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګي کمیسیون غړی سعید خوستی وايي، په بهر کې د افغانستان هېڅ سیاسي نماینده ګي د بهرنيو چارو وزارت له مشورو او هدايت پرته نور فعالیتونه نه شي کولی.

نوموړی زیاتوي د بهرنیو چارو وزارت به په لنډ وخت کې په بهر کې د خپلو سیاسي نماينده ګیو په اړه تصیم ونیسي:«هغه نماینده ګۍ چې له هېواده بهر دي اوس د اسلامي امارت استازیتوب کوي او د بهرنیو چارو وزارت به په دې هکله کار او پرېکړه کوي.»

ورته مهال په بهر کې پاتې ځینې ډيپلوماټان وايي، د دوی ځینې ملګري په بهرنيو هېوادونو کې د پناه اخیستو په لټه کې دي. دا په داسې حال کې ده چې له څو میاشتو راهیسې دغو ډيپلوماټانو ته د هغوی تنخواه او د کورونو کرایه هم نه ورکړل شوې. 

پخوانی افغان ډیپلوماټ زردشت شمس څرګندوي:«هغه ډپيلوماټان چې بهر کې دي، له ډېرو ستونزو سره مخ دي. ځکه چې د وزارت د اصولو پر بنسټ، هغوی ته په ربعوار ټول معاش او امتیازات ورکول کېږي، خو اوس هغوی معاش او امتیاز نه لري.»

ځینې افغان ډیپلوماټان چې نه غواړي نومونه یې واخیستل شي، طلوع نیوز ته وايي د بهرنیو چارو وزارت غوښتل چې د انټرنټ له لارې د سرپرست وزیر اميرخان متقي په بهرنیو هېوادونو کې د تېر حکومت له لورې د ګومارل شویو ډيپلوماټانو تر منځ ویډیو کنفرانس جوړ کړي خو زیاتره سفیران په دغه کنفرانس کې ګډون ته نه دي حاضر شوي. 

 پخوانی افغان عبدالحمید جلیلي وايي:«زما د معلوماتو له مخې، ځينې ډیپلوماټان چې په پاکستان کې دي په انفرادي توګه هڅّ کوي چې له نړۍوالو موسسو سره لکه د کډوالۍ په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېساري او د کډوالۍ نړۍ سازمان سره اړیکه ونیسي ترڅو هغوی بهر ته ولېږدوي. له بلخوا کابو د هغوی د یوې ربع لګښتونه هغوی ته نه دي ورکړل شوي او فکر نه کوم چې ډېر ژر دې هغوی ته لګښتونه راشي چې د خپل ژوند مصارف یې کړي.»

په ورته مهال رویټرز خبرې اژانس ته د ملګرو ملتونو ویاند تایید کړې چې په ملګرو ملتونو کې به د افعانستان اوسنی دایمي استازی غلام اسحاقزی د خپل هېواد په استاریتوب د سپیټمبر په ۲۷ نېټه د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې کډون وکړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وايي، بهرنيو چارو وزارت به د خپلو سیاسي نماینده ګیو او ډيپلوماټانو په هکله ډېر ژر تصمیم ونیسي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه