Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ملګرو ملتونو سرمنشي: له طالبانو سره د اړیکو ساتل یوه اړتیا ده

انټونيو ګوترش له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې وایي که له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورنه کړل شي، نو دا امکان شته چې هغوی پر ناسم لوري مخ ته ولاړ شي.

ګوترش پر نړۍوالو تولنې دا غږ هم کړی چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې په همغږی بڼه جدي همکاري وکړي.

انټونيو ګوترش وايي، ټوله نړۍواله ټولنه غواړي چې افغانستان ټول‌شموله حکومت ولري، بشري حقونو ته په کې درناوی وشي او د ترهګرۍ په مرکز بدل نه شي.

ګوترش يادونه کوي، چې اړتیا لېدل کېږي څو ملګري ملتونه له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورکړي:«موږ اړتیا لرو چې ورسره ښکېل پاتې شوو. نه پوهېږم چې دې ښکېلتیا ته څه ډول وده ورکړو، خو په دې پوهېږو که ورسره ښکېل پاتې نه شوو، دوی ښايي غلط لوري ته لاړ شي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې، په همغږي توګه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي:«د افغانستان خلک د خوراکي توکو، درملو او نورو لومړنیو موادو ته له نه لاسرسي ځورېږي، نو د دې ناسم وضعيت په برخه کې د افغانانو ملاټر اړین دی.»

په ورته مهال د ناټو د نظامي کمېټې رییس د ناټو د دفاعي کمېټې تر غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې د ترهګرۍ په هکله د اندېښنې له ښودو سره یو ځای دا هم وویل چې اوس هلته د ترهګرۍ پر خلاف د عملیاتو کوم پلان نه لري.   

د ناټو د نظامي کمېټې ريیس راب باویر په دې هلکه وویل:«ناټو په افغانستان کې د تروریزم ضد عملیاتو وړاندوینه نه ده کړې. موږ په ځانګړې توګه په اوس وخت کې دغه کارنه کوو. البته ځينې هېوادونه او د ناټو غړي اندېښنه لري چې افغانستان ښایی بیا د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل شي، خو وخت به معلومه کړي چې ایا ناټو بیا د عملیاتو د ترسره کولو لپاره لېواله ده يا نه. خو د اوس لپاره دا مسله زموږ په اجنډا کې نشته.»

د طالبانو له لورې د سرپرستې کابینې تر اعلان وروسته په نړۍواله کچه له افغانستان سره د اړیکو په هکله نظرونه متفاوت دي، خو ګډ نظر او ټینګار دا دی چې افغانستان دې ټول‌ګډونه حکومت ولري او بشري حقونو ته دې په کې درناوی وشي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي له اسوشټیډپرس خبري اژانس سره ځانګړه مرکه  کې د نړیوالو مسايلو ترڅنګ د افغانستان پر حالاتو غږېدلی او له دې هېواد سره يې د اړیکو، ملګرتیا او د بشردوستانه مرستو پر دوام، ټینګار کړی دی.

تصویر بندانگشتی

انټونيو ګوترش له اسوشیټډ پرس خبري اژانس سره په مرکه کې وایي که له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورنه کړل شي، نو دا امکان شته چې هغوی پر ناسم لوري مخ ته ولاړ شي.

ګوترش پر نړۍوالو تولنې دا غږ هم کړی چې له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو په برخه کې په همغږی بڼه جدي همکاري وکړي.

انټونيو ګوترش وايي، ټوله نړۍواله ټولنه غواړي چې افغانستان ټول‌شموله حکومت ولري، بشري حقونو ته په کې درناوی وشي او د ترهګرۍ په مرکز بدل نه شي.

ګوترش يادونه کوي، چې اړتیا لېدل کېږي څو ملګري ملتونه له طالبانو سره اړیکو ته دوام ورکړي:«موږ اړتیا لرو چې ورسره ښکېل پاتې شوو. نه پوهېږم چې دې ښکېلتیا ته څه ډول وده ورکړو، خو په دې پوهېږو که ورسره ښکېل پاتې نه شوو، دوی ښايي غلط لوري ته لاړ شي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي له نړۍوالې ټولنې غوښتنه وکړه چې، په همغږي توګه له افغانستان سره بشردوستانه مرستې وکړي:«د افغانستان خلک د خوراکي توکو، درملو او نورو لومړنیو موادو ته له نه لاسرسي ځورېږي، نو د دې ناسم وضعيت په برخه کې د افغانانو ملاټر اړین دی.»

په ورته مهال د ناټو د نظامي کمېټې رییس د ناټو د دفاعي کمېټې تر غونډې وروسته په يوه خبري کنفرانس کې د ترهګرۍ په هکله د اندېښنې له ښودو سره یو ځای دا هم وویل چې اوس هلته د ترهګرۍ پر خلاف د عملیاتو کوم پلان نه لري.   

د ناټو د نظامي کمېټې ريیس راب باویر په دې هلکه وویل:«ناټو په افغانستان کې د تروریزم ضد عملیاتو وړاندوینه نه ده کړې. موږ په ځانګړې توګه په اوس وخت کې دغه کارنه کوو. البته ځينې هېوادونه او د ناټو غړي اندېښنه لري چې افغانستان ښایی بیا د ترهګرو لپاره په امن ځای بدل شي، خو وخت به معلومه کړي چې ایا ناټو بیا د عملیاتو د ترسره کولو لپاره لېواله ده يا نه. خو د اوس لپاره دا مسله زموږ په اجنډا کې نشته.»

د طالبانو له لورې د سرپرستې کابینې تر اعلان وروسته په نړۍواله کچه له افغانستان سره د اړیکو په هکله نظرونه متفاوت دي، خو ګډ نظر او ټینګار دا دی چې افغانستان دې ټول‌ګډونه حکومت ولري او بشري حقونو ته دې په کې درناوی وشي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه