Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

له افغانستان سره د پیسو نړۍوال صندوق ملاتړې مرستې ځنډول شوي

د پیسو نړۍوال صندوق د دغه صندوق غړو هېوادونو ته د ملاتړي مرستو د بستو د ۶۵۰ مېلیارد ډالر له اعلان سره وايي چې افغانستان به له دغو مرستو بې برخې وي.

د مرستو دغه بستې به په راتلوونکو کلونو کې د دغه صندوق د ټولو غړو هېوادونو په ځانګړې توګه پر هغو هېوادونو چې لږه پراختیا یې موندلې ده ولګول شي.

د دغه صندوق چارواکي وايي چې د پیسو د نړۍوال صندوق مرستې به تر هغې چې افغانستان د نړۍوالې ټولنې له خوا په رسمیت ونه پېژندل شي ځنډول شوې به وي؛ خو د هغه په وینا، دغه صندوق به له نړۍوالې ټولنې سره په افغانستان کې د انساني ناورین د مخنیوي او د بیړنیو اقداماتو د ملاتړ لپار به همکار وي.

د پیسو د نړۍوال صندوق د اړیکو د برخې مسوول جیري رایس وايي:«له افغانستان سره زموږ تعامل به تر هغې چې د نړۍوالې ټولنې له خوا د دغه دولت د رسمیت پېژندلو په هکله تکلیف روښانه شوی نه وي درېدلی وي. نو پر دې بنسټ، د پیسو نړۍوال صندوق په هغه ځای کې چې تاسو یې په اړه پوښتنه وکړه، ځنډول شوی دی. او بیا ځلې لکه څرنګه چې موږ په تېر کې ویلي دي دغه هېواد په دغه پړاو کې نه شي کولای د پیسو د نړۍوال صندوق سرچینو ته لاسرسی پیدا کړي.»

خو د پیسو د نړۍوال صندوق چارواکي په افغانستان کې د اوسني بشري وضعیت په هکله اندېښمن دي او وايي چې نړۍ باید په دې برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.

د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي د پیسو د لېږد په هکله د پیسو د نړۍوال صندوق وروستۍ دریځ د هېواد په ګټه بولي او وايي چې نړۍ باید افغانستان په داسې وضعیت کې یوازې پرې نه ږدي.

د اقتصاد استاد سید مسعود څرګندوي:«دا یو ښه زیری دی چې ای ام اف د لوړي ځل لپاره غږ پورته کړ او د افغانستان د بد له اقتصادي وضعیته خبر ورکوي. دا کار به له افغانستان سره د نړۍ د ډېرو مرستو زمینه برابره کړي.»
 
د پیسو د نړۍوال صندوق چارواکي وايي چې اړتیا ده د حوالې او له نړۍ سره د افغانستان د راکړې ورکړې په برخو او همدارنګه له هغو هېوادونو سره چې بې ځایه شویو افغانانو ته یې ځای ورکړی دی کار وشي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه