Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'بشري حقونو د نقض ادعاګانو دڅېړنې لپاره باید په رسمیت وپېژندل شو'

د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د بشري حقونو د نقش په تړاو د اروپایي ټولنې د اندېښنې په غبرګون کې وایي که چېرې نړۍواله ټولنه طالبان په رسمیت وپېژني، دوی به په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په برخه کې د نړۍوالې ټولنې اندېښنې به لېرې کړي.
   
د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت مرستیال ذبیح الله مجاهد څرګندوي:«تر هغه چې موږ په رسمیت ونه پېژندل شو او هغوی نیوکې وکړي، دا زموږ پر اند یو اړخیز چلن دی. ښه به وي چې له موږ سره یې چلن مسوولانه وي او زموږ اوسنی حکومت د یوې مسوولې ادارې په توګه په رسمیت وپېژني. له هغې وروسته چې هره اندېښنه ولري له موږ سره دې په قانوني توګه شریکه شي، موږ یې اندېښنې رفع کوو.»

د ښاغلي مجاهد دا څرګندونې له هغې وروسته کېږي چې اروپايي ټولنې په افغانستان کې د بشري حقونو په هکله خپله اندېښنه څرګنده کړې ده. او ویلي یې دي چې په هېواد کې بشري حقونه له جدي ګواښ سره مخ دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ وایي چې په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ دی او دوی زده کړو او کار ته د نجونو او ښځو پر نه لاسرسي انديښمن دي.
 
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې سفیر وان برانټ په دې هکله وايي:«موږ پوهېږو چې لیک جعلي و او نجونې ښوونځي او ښځې کار ته نه شي تللی، نو په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت تر ګواښ لاندې دی په تېره بیا د ښځو لپاره د کار د حق او د زده کړو د حق په برخه کې.»

د متعهد فکري ګوند مشر سلیم پیګیر وايي چې طالبان د بشري حقونو د نقض مسله باید د وار له مخې شرط په توګه مطرح نه کړي:«طالبان افغان دي؛ خو دا موضوعګانې باید برمته نه کړي او دا موضوع پر نړۍ شرط کړي.»
  
تر دې وړاندې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې طالبان د دغه کمېسیون له دفتر او تجهیزاتو نه د خپلو چارو د مخته بیولو لپاره کار اخلي او باید مخه یې ونیول شي.

د بشري حقونو په خبرپاڼه کې راغلي دي:«د بشري حقونو د کمېسیون خپلواکۍ ته درناوی، په ټول هېواد کې پر بشري وضعیت د خپلواکې څارنې لپاره د زمینې برابریدل، په نړیوالو کنوانسیونونو کې د پخواني حکومت د ژمنو عملي کېدل او د بشردوستانه قوانینو رعایت کېدل د افغانستان د بشري حقونو د کمېسیون له نورو غوښتنو دي.»

د سرپرستې کابینې د اطلاعاتو او کلتور وزارت معین ذبیح الله مجاهد د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له دفتر او تجهیزاتو نه د ګټې اخیستو د ادعا په تړاو د څېړنو د دوام خبره کوي:«د بشري حقونو اداره پخوانۍ ادارې پورې اړونده وه او هغه مهال یې رسمیت درلود او دا د بشري حقونو کومه نړۍواله اداره نه ده. په هر حال موږ کله او څه ډول له دوی دفتر څخه هغوی استفاده کړې ده، څېړنې روانې دي.»
 
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د څار کمېسیون او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو طالبان په افغانستان په تېره بیا پنجشېر کې د بشري حقونو پر نقض تورن کړي وو، خو طالبانو تل دغه تورونه رد کړي دي.

د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ټولنې سفیر کار او زده کړو ته د ښځو او نجونو نه لاسرسی اندېښمنوونکی ګڼي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه