Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

'د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته ډېری پوځي تجهیزات بهرته وړل شوي'

طالبان وايي چې د پخواني حکومت له پرځېدو وروسته ډېری پوځي تجهیزات له هېواده بهر ته لېږدول شوي دي.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون یو غړی وايي چې د دغو تجهیزاتو یوه برخه له ایران څخه بېرته هېواد ته راوړل شوې ده.

په یوه خپره شوې ویډیو کې هغه الوتکې ښودل کېږي چې د پخواني حکومت تر پرځېدو وروسته ازبیکستان ته لېږدول شوې دي.

په یوې بله ویډیو کې چې د ټولنیزو شبکو د کارونکو له لوري لاس په لاس کېږي، هم ادعا شوې ده چې د پخواني حکومت د وسله وال ځواک یو شمېر موټر په ایران کې لیدل شوي دي.

د ولسي جرګې یو غړی وایي چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د وسله والو ځواکونو لسګونه چورلکې او سلګونه هاوې موټر له هېواد نه ایستل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی سید احمد سیلاب وايي:«له وزارت داخلې، وزارت دفاع او د ملي امنیت عمومي ریاست کوم وسایل، وسایط او تجهیزات دا ملي سرمایه ده دا په هر قیمت باندې چې یي اسلامي امارت باید له ګاونډيو هېوادونو څخه بېرته ترلاسه کړي. موږ یو ډېر فقیر هېواد یوو دومره اقتصادي توانايي نه لرو چې دا طیارې وپېرو.»

پخواني نظامي عبدالهادي قریشي هم وویل:«دا درېیم ځل دی چې زموږ هوايي او ځمکني ځواکونه د له منځه تللو حالت ته راځي. دا موضوع په زیان ده او زه ډېر اندېښمن یم.» 

د شمېرو له مخې په افغانستان کې څه باندې ۱۶۰ جنګي او پوځي الوتکې او ۲۲ زرو ۱۷۴ زغروال هاموې موټر وو، خو اوس څرګنده نه ده چې څومره دا پوځي تجهیزات له هېواد نه بهر ته لېږدلو شوي دي او څومره یې لاهم په افغانستان کې دي.
         
د کابل اوسېدونکی قیام الدین قیام وايي:«دولتونه ځي او راځي؛ خو تجهیزات یې پر ځای پاتې وي. نو دغه پوځي تجهیزات د افغانستان د ملت پانګه ده او باید بېرته هېواد ته راوګرځول شي.»

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون یو غړی تاییدوي چې د پخواني حکومت تر سقوط وروسته د وسله وال ځواک ډېری پوځي او جنګي الوتکې له هېواد نه بهر ته لېږدول شوې دي.
           
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی نورمحمد متوکل څرګندوي:«د دغې غوښتنه شوې ده چې دا زموږ د ملت پانګه ده، که ټانک دی او که الوتکه ده باید افغان ملت ترې برخمن شي. یوه اندازه له ایران څخه راګرځول شوې ده.»

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه