Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان، اقلیم او کورونا د م.م سازمان اسامبلې د بحث اصلي چورلیز

د ملګرو ملتونو شپږ اویایمه کلنۍ غونډه په نیویارک کې ترسره شوه او په دې اسامبلې کې د بحث اصلي چورلیز افغانستان، اقلیمي وضعیت او د کورونا وبا وه.

په دې غونډه کې چې، دوره یي مشري یې د مالډيف استازي ته ورکړ شوې، د څه باندې ۱۰۰ هېوادنو مشرانو او استازو ګډون درلود.

د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي انټونیو ګوترش وايي:«موږ له حقیقي شېبو سره مخ یوو. اوس د رېښتینولۍ وخت دی او داسې یو وخت دی چې، باید اعتماد وکړو. اوس د هیلو وخت دی او زه هیله من یم هغه ستونزې مو چې، جوړې کړې وکولی شو حل کړو.»

د امریکا ولسمشر جو بایډن هم په دې غونډه کې د افغانستان په اړه څرګندونې وکړې:«موږ په افغانستان کې شل کلنې جګړې ته د پای ټکی کېښود. د بې رحمې جګړې دوره مو پایته ورسوله. موږ د ډيپلوماسۍ دوره پیلوو.»

په دې منځ کې قطر او ترکیه بیا په اوسنیو شرایطو کې د افغانستان د ننګونو حل یوه اړتیا ګڼي.

د قطر امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني وویل:«موږ په دې ځای کې په دې حساسو شرایطو کې له افغانستانه د نړۍوالې ټولنې د ملاتړ د دوام پر اهمیت ټینګار کوو. موږ همداراز له طالبانو سره د خبرو د دوام پر اړتیا هم ټينګار کوو؛ ځکه بندیزونه غبرګونونه راپاروي په داسې حال کې چې، خبرې اترې مثبتې پایلې لري.»

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان هم څرګندوي:«په دې وروستیو کې په ډېر دردونکي وضعیت کې د دې شاهد وو چې، نه شو کولی په افغانستان کې ننګونې په فشار سره پرته له دې چې، واقعیتونو ته پام وکړو حل کړو. د افغانستان خلک یوازې پاتې دي. هغوی د څلورو لسیزو جګړو او بې ثباتۍ سره سره یوازې پرېښودل شول. افغانستان له سیاسي بهیر پرته، د نړۍوالې ټولنې پیوستون او مرستو ته اړتیا لري.»

له بل لوري د بهرنیو چارو وزارت سهیل شاهین په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د دایمي استازي په توګه معرفي کړی؛ خو لا تر اوسه ملګرو ملتونو په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې مخکې د دغه سازمان ویاند ویلي و چې، د تېر حکومت استازی به په دې غونډه کې له افغانستانه استازیتوب وکړي.

د افغانستان مسایل، اقلیمي وضعیت او د کورونا وبا د ملګرو ملتونو سازمان د اسامبلې د بحثونو اصلي چورلیز و.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه