Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټول ګډونه حکومت پر رامنځته کېدو د ګاونډیو هېوادونو ټينګار

په کابل کې د پاکستان سفیر په خپل یوه ټويټ کې د سرپرستې کابینې له ځینو چارواکو سره له خپلو لیدنو خبر ورکړی دی.

منصور احمد خان زیاته کړې په دې لیدنه کې یې چې، د روسیې او چین استازو هم حضور درلود، په افغانستان کې د ټول ګډونه حکومت د جوړولو او د سولې او ثبات ټينګښت په اړه خبرې کړې دي. 

له دې سره سم، عبدالله عبدالله هم په خپله فېسبوک پاڼه لیکلي چې، له حامد کرزي سره یې یو ځای د چین، روسیې او پاکستان له استازو سره کتلي دي.

حامد کرزي ته له نږدې کسانو شهزاداه مسعود وايي:«په کورني او بهرني متعدل سیاست او د افغانانو ترمنځ پر یووالي ټينګار وشو او د ټول ګډونه حکومت د رامنځته کېدو په کله مفصلې خبرې وشوې.»

له دې سره سم، د پاکستان لومړي وزیر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د طالبانو د دولت د رسمیت پېژندلو او یا هم نه پېژندلو په اړه په ګډه پرېکړه وکړي.

هغه همداراز د ټول ګډونه حکومت د نه جوړېدو په صورت کې د کورنۍ جګړې د بیا پیلېدو په اړه هم اندېښنه څرګنده کړې ده.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان زیاتوي:«که چېرې ټولې خواوې شامل نه شي؛ نو ښايي کورنۍ جګړه به وشي او په دې سره به په دې هېواد کې بې ثباتي او ګډوډي رامنځته شي. افغانستان به د ترهګرو لپاره په یوه پر زړه پورې ځای بدل شي او دا اندېښمنونکې دي.»

له بل لوري یو شمېر نور سیاستوال وايي، تر هغې چې، طالبان له نړۍوالو سره خپلې کړې ژمنې عملي نه کړي؛ نو په رسمیت به هم ونه پېژندل شي.
 
د یوه ټول ګډونه حکومت جوړېدل، د نجونو د زده کړو او د کار حقونو اعاده کېدل، بشري حقونه او د بیان آزادي هغه مسایل دي چې، د سیاستوالو په وینا، له نړۍوالو سره د طالبانو کړې ژمنې دي.

د افغانستان د ملي پیوستون نهضت مشر سید اسحاق ګیلاني وايي:«هغه ژمنې یې چې کړې وې چې موږ ټول ګډونه حکومت جوړوو، موږ مېرمنو ته حق ورکوو چې دوی کار وکړي او په لسګونه نور څيزونه چې دوی یو هم ترسره نه کړ. کله جې یو حکومت د خلکو ملاتړ له ځان سره ونه لري، هېڅکله نړۍ دا ډول حکومت په رسمیت نه پېژني.»

خو د اطلاعاتو او کلتور وزارت کلتوري کمېسیون جواد څارګر وايي، ډېر ژر به د طالبانو کابینه د سیمې او د نړۍ د هېوادونو له لوري په رسمیت وپېژندل شي.

نوموړی زیاتوي:«موږ هڅه وکړه چې د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره ستونزې حل کړو.»

دغه څرګندونې په داسې حال کې دي چې، طالبانو په وار وار ویلي، د دوی کابینه ټول ګډونه ده او همداراز یې هیله ښودلې چې  د نړۍوالو له لوري به په رسمیت وپېژندل شي.

بلخوا د پاکستان لومړي وزیر له بي بي سي سره په مرکه کې ویلي چې، د افغانستان ګاونډي هېوادونه به د طالبانو د دولت د رسمیت پېژندلو او یا هم نه پېژندلو په اړه په ګډه پرېکړه وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه