Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بشري حقونو د نقض په هکله د بشري حقونو نړۍوالو سازمانونو اندېښنې

د بشري حقونو نړۍوال سازمانونه د هغه څه په هکله چې د بشري حقونو د مسایلو په هکله د طالبانو د ژمنو نه عملي کېدل ګڼي، اندېښمن کړي دي.

د بښنې نړۍوال سازمان، د بشري حقونو نړۍوال فډراسیون او د شکنجې پر وړاندې د مبارزې نړۍوال سازمان په یوې بیانیه کې وايي چې طالبان د تېرو شلو کلونو د لاسته راوړنو د له منځه وړلو په حال کې دي.

په دغې اعلامیه کې راغلي دي چې د فعالیتونو له دوامه د کارګرو ښځو محرومه کېدو، د ښځو د حقونو د فعالینو د فعالیتونو محدودېدو، له زده کړو د نجونو محرومه کېدو، د بیان پر آزادۍ د محدودیتونو لګېدو، د بشري حقونو د مدافعانو د موندلو لپاره هلې ځلې او همداراز ټولنیزو محدودیتونو ته نغوتې کړې دي.

په اسیا کې د بښنې نړۍوال سازمان د عامل مدیر مرستیاله دینوشیکا دیسانایاکه څرګندوي:«طالبانو په افغانستان کې د واک له نیولو پنځه اوونۍ وروسته وښوده چې، د بشري حقونو مراعاتولو او ساتنې ته جدي نه دي؛ موږ ګڼ د بشري حقونو نقضول، د ښځو له محدودلو نیولې بیا په لاریونونو کې له ښځو سره چلن او پر رسنیو او همداراز د مدني ټولنې محدودېدل ولیدل.»

په دغه رپوټ کې همداراز ویل شوي چې، طالبانو له نړۍوالو سره د خپلو ژمنو پر خلاف عمل کړی او کرار کرار په افغانستان کې په تېرو دوو لسیزو کې د بشري حقونو په برخو کې د لاسته راوړنو د له منځه وړلو په حال کې دي.

د ښځو د حقونو مدافع زرقا یفتلي وايي:«نن د افغانستان ښځې زده کړو ته لاسرسۍ نه لري، کار ته لاسرسۍ نه لري، د سیاسي ګډون حق نه لري. او دا په خپله په افغانستان کې د بشري حقونو ناورین ښيي.»

له بل لوري سیاسي شنونکي وايي چې، طالبان د رسمیت پېژندلو لپاره باید له نړۍ سره جوړجاړی وکړي ګنې پرته له هغې د نړۍوالو بنسټونو له لوري د دغه ډول راپورونو خپرېدل به د طالبانو او خلکو تر منځ د بې اعتمادۍ کچه لاپسې لوړه کړي.

د سیاسي چارو شنونکی سید حکیم کمال څرګندوي:«که چېرې طالبانو دا حقوق تر پښو لاندې کړي، په مستقیمه توګه یې له لوېدیځو هېوادونو او د هغوی له بنسټيزو ارزښتونو سره په ټکر کې واقع شوي دي.»

دغه اندېنښې په داسې حال کې څرګندېږي چې، د بشري حقونو کمېسیون په یوې اعلامیې کې ویلي چې، د تېر حکومت له رانسکورېدو وروسته په افغانستان کې د دغه بنسټ چارې هم درول شوي او همداراز د دغه کمېسیون اړوند ودانۍ او نور دفترونه د طالبانو له لوري نیول شوي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه