Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

یوه پخواني پولیس د بې‌وزلۍ له کبله ځان‌وژنه کړې

د کونړ په اسمار ولسوالۍ کې ۳۸ کلن شاکر چې پخوا پولیس و، د بې‌وزلۍ له کبله ځان‌وژنه کړې.

د دغه پخواني پولیس کورنۍ وایي، چې شاکر ۱۶ کاله پولیس وو، خو دې وورستیو کې یې د بې‌وزلۍ او بې‌کارۍ له کبله ځان‌وژنه کړې.

د شاکر کورنۍ وایي، شاکر د درېیو میاشتو تنخوا نه وه اخېستې او له بدې ورځې یې ځان وژلی دی.

د شاکر دوه مېرمنې، اوه ماشومان، مور او ورونه بې سرپرسته پاتې شول.

د شاکر لومړۍ مېرمنې صدیقې ویلي:"خاوند مې ۱۶ کاله پولیس وو. اوس یې د درېیو میاشتو معاش نه وو ورکړی. د بې‌وزلۍ له کبله یې ځان‌وژنه وکړه. اوس موږ د یوې مړۍ ډوډۍ پیدا کولو لپاره څوک نه لرو."

د شاکر دویمه مېرمن واجده وایي، چې شپږ کاله وړاندې یې له شاکر سره واده کړی وو.

واجده وایي یوه لور لري او خاوند یې په کورنۍ ښه پام کاوه.

د شاکر مور وایي، چې زوی یې د لس کسیزې کورنۍ یوازینی ګټیالی وو.

د شاکر مور بي بي همیمې ویلي:"د شاکر ځان‌وژنې سره زموږ کورنۍ بې کسه شوه."

د شاکر کورنۍ له مرستندویانو او سوداګرو غواړي چې لاسنیوی یې وکړي

د شاکر په نامه د یوه پخواني پولیس خپلوان وایي، د مخکیني حکومت تر سقوط وړاندې، شاکر د هېواد بېلابېلو سیمو کې د سرتېري په توګه دنده کړې وه.

شریک یي کړئ