Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ملګري‌ملتونه د افغانستان روغتیا برخې سره ۴۵میلیونه ډالر مرسته کوي

وروسته له هغې چې د روغتیا نړۍوال سازمان د افغانستان د روغتیا برخې د ګډوډېدو د احتمال خبرداری ورکړ، اوس ملګرو ملتونو د افغانستان روغتیا برخې سره د ۴۵ میلیونه ډالرو مرستې اعلان وکړ.

ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د څانګې مسوول پرون ویلي، چې ملګري ملتونه به د افغانستان روغتیا برخې سره ۴۵ میلیونه ډالر مرسته وکړي.

ملګرو ملتونو کې د بشري حقونو د څانګې مسوول مارټین ګریفیټس ویلي:"موږ نه غواړو چې د افغانستان روغتیا برخه سقوط شي او دا ۴۵ میلیونه ډالر د روغتیا نړۍوال سازمان او د ماشومانو ملاتړي صندوق ته ورکوو چې د روان میلادي کال تر وروستیو پورې یې افغانستان کې د روغتیايي مرکزونو په خوندیتوب ولګوي."

په ورته وخت کې په خوست کې د ځینو ناروغانو خپلوان وایي روغتیايي خدمتونه کم شوي، درمل او اکسیجن هم کم دي.

د خوست ولایت یوه اوسېدونکي مېرسعید ویلي:"درمل نه‌شته. کوم درمل چې ناروغانو ته په کار وي، په درملتون کې یې په پیسو اخلوو."

په همدې حال کې د روغتیا وزارت مخکینی سرپرست وحید مجروج وایي، د درملو د کمي په خوا کې بله ستونزه ډاکټرانو ته د حقونو نه ورکړه ده، چې د څو میاشتې راهیسې نه دي ورکړل شوي.

ښاغلی مجروح وایي، اعلان شوې مرسته باید ژر تر ژره افغانستان ته راوړل شي.

د روغتیا وزارت مخکیني سرپرست وحید مجروح ویلي:"مرسته باید ژر راورسېږي، که ژر د روغتیا سیسټم ته و نه رسيږي، نو ستونزه به لا سخته شي او ځینې روغتیایي مرکزونه به تړلي پاتې شي."

د افغانستان روغتیا برخې سره د ملګرو ملتونو د مرستې دا اعلان داسې مهال دی، چې د روغتیا نړۍوال سازمان مشر څو ورځې وړاندې کابل ته راغلی وو او د سرپرستې کابینې د وزیرانو له مشر سره کتنه کې یې ژمنه کړې وه، چې د روغتیا نړۍوال سازمان به افغانستان سره د روغتیا برخه کې مرستې ته دوام ورکوي.

له دې ټولو سره د سرپرستې کابینې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست پر نړۍوالې ټولنې غږ کړی چې د افغانستان روغتیا برخې سره دې پرېمانه مرستې وکړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه