د سرپرستې کابینې د دفاع وزارت سرپرست ملا محمد یعقوب په یوه غږیز پیغام کې خپلو کسانو ته امر کړی چې له مخالفتونو او دوښمنۍ دې لاس واخلي.
ملا یعقوب په دې پیغام کې ویلي، چې د عمومي بخښنې د فرمان تر اعلان وروسته هېڅوک حق نه لري، چې له فرمان سرغړونه وکړي.
ملا یعقوب دا هم ویلي، هر څوک چې شخصې دعوې لري محکمې ته دې ورشي که نه نو خپلسرو کسانو سره به قانوني چلن وشي.
د دفاع وزارت سربرست په خپل پیغام کې ویلي، داسې رپوټونه شته چې طالبانو ځینې هغه کسان وژلي چې ورسره مخالف ول یا یې ورسره دوښمني لرله.
په همدې حال کې د مخکیني حکومت د ځینو نظامیانو کورنۍ وایي، چې ځینې کسان یې لا هم طالبانو سره په بند کې دي او دوی پر طالبانو غږ کوي چې عمومي بخښنې سره دې دا مخکیني نظامیان له بنده ازاد کړي.
بلخوا په کابل کې د ګډوډۍ د مخنیوي لپاره، اوس اوس ځانګړی امنیتي کمېسیون جوړ شوی، چې مشري یې د وزیرانو د مشر مرستیال ملا عبدالغني برادر کوي.
په دې اړه مو اندونه