له دې سره چې د پاسپورت ریاست د بېرته فعالېدو په هکله د ژمنې درې اونۍ وشوې، عام خلک په نیوکې سره وایي چې دغه اداره دې ژر تر ژره دې کار پیل کړي.
عام خلک پر سرپرسته کابینه غږ کوي، چې د پاسورتونو وېش دې ژر تر ژره پیل شي.
ځینې عام خلک له دې کبله نیوکه کوي، چې د پاسپورت ریاست ولې تراوسه بېرته کار نه دی پیل کړی.
د کابل یوه اوسېدونکي هدایتالله ویلي:"ځو او راځو، خو تراوسه معلومات نهشته. خلک ډېر لالهانده دي."
د کابل یوه بل اوسېدونکي علي یاسر ویلي:"ځینې خلک چې ناروغان لري له هېواده بهر نهشي تللی. ځینې نور خلک چې ستونزې لري لالهانده دي."
د فخریې په نامه یوه ۶۲ کلنه مېرمن هم د پاسپورت اخېستو لپاره د پاسپورت ادارې ته ورغلې، او وایي چې ناروغه ده او غواړي د درملنې لپاره له هېواده بهر لاړه شي.
فخریې ویلي:"زړه مې نارامه دی، چې څه وکړو او څه و نه کړو."
په داسې حال کې چې د پاسپورت ریاست دروازه بنده خو د حمدې په شان مېرمنې د تړلې دروازې تر شا د پاسپورت اخېستلو لپاره په تمه دي.
د کابل یوې اوسېدړنکي حمیدې ویلي:"باید ژر تر ژره د پاسپورتونو وېش پیل شي، خلکو ته دې پاسپورتونه ورکړي او له دې لالهاندې دې خلک خلاص کړي."
که څه هم د پاسپورت ریاست مرستیال د کمرې مخې ته په دې هکله څه و نه ویل، خو دا یې ویل چې د پاسپورت ریاست لپاره سرپرست معرفي شوی او هڅه کېږي، چې ژر تر ژره دا اداره فعاله شي.
په دې اړه مو اندونه