Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

طالبان وایي د افغان جګړې ښکېل هېوادونه دې غرامت پرې کړي

طالبان وایي ډېر ژر به د افغانستان جګړه کې ښکېلو هېوادونو نه وغواړي چې د جګړې غرامت پرې کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د برېټانیا دفاع وزارت پرون اعلان وکړ چې د افغانستان جګړه کې یوه هوایي برید کې یوې قرباني شوې کورنۍ ته غرامت ورکوي.

طالبانو د برېټانیا د هغه اقدام هرکلی کړی، چې له مخې یې افغانستان کې د یوه هوایي برید قربانیانو کورنۍ ته غرامت ورکوي او زیاته کړې یې ده، چې ډېر ژر به د افغانستان جګړه کې نورو ښکېلو هېوادونو نه هم د غرامت غوښتنه وکړي.

اوس طالبان وایي، د هغو کورنیو لېسټ ورسره دی، چې تېرو شلو کلونو کې هوایي بریدونو کې قرباني شوي او که غرامت ورکړل شي، دوی به یې ور ورسوي.

د سرپرستې کابینې د فرهنګي کمېسیون یو غړی نورمحمد متوکل وایي:"برېټانیا چمتو شوې چې غرامت پرې کړي، موږ یې هرکلی کوو. نور هېوادونه هم چې د افغانستان جګړه کې ښکېل وو باید د غرامت پرې کولو ته حاضر شي – مخکې له دې چې اسلامي امارت یې غوښتنه وکړي."

د برېټانیا دفاع وزارت ویلي، چې قرباني شوې افغانې کورنۍ ته د هغوی د تېرو او راتلونکو حقونو او تاوانونو په پام کې نیولو سره غرامت ورکوي.

د رپوټونو پر بنسټ برېټانیا له ۲۰۰۶ نه تر ۲۰۱۴ کال پورې د ۲۸۹ وژل شویو ملکي کسانو غرامت پرې کړی چې ټول ۶۸۸ زره پونډه وو، چې د هر کس لپاره ۲۳۸۰ پونډه غرامت پرې شوی.

په ورته وخت کې د اګسټ په ۲۹ مه چې کابل کې د امریکا د پوځ هوایي برید کې په تېروتنې ملکیان په نښه شوي، اوس یې کورنۍ پر نړۍواله ټولنه غږ کوي چې د دوی مالي او ځاني تاوانونو ته دې ځواب ووايي.

د کابل یوه اوسېدونکي عمران ویلي:"هغسې چې تاسې خبر یاست، څو تنه ماشومان هم په هغه برید کې وژل شوي – اوس ښه ده چې غرامت یې ورکړل شي."

د تېرې اګسټ میاشتې په ۲۹ مه کابل کې د امریکا هوايي برید کې ۱۰ تنه ملکي کسان وژل شوي، چې له منځه یې اوه تنه ماشومان ول- ورپسې د امریکا دفاع وزیر او د پوځ لوی درستیز دا برید تېروتنه یاده کړې او له قرباني کورنۍ یې بخښنه وغوښته.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه