Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اقتصادي ستونزو له کبله مېله‌ځایونو کې د خلکو حضور کم شوی

مېله‌ځایونو ته ځینې ورغلي کسان وایي، چې وروستیو څو اوونیو کې کابل او ولایتونو کې تفریح‌ځایونو ته د خلکو ورتګ کم شوی.

د قرغې بند په کابل کې د مېلې یو مشهور ځای دی، خو اوس د ورغلو کسانو په خبره هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه په‌کې نه‌شته.

قرغې ته ورغلي د رامین په نامه یوه کس ویلي: "شاوخوا ۲۰ کورنۍ د مېلې لپاره راغلې دي. د پخوا په شان ډېر خلک نه راځي. "

له دې سره په مېله‌ځایونو کې د خلکو کم حضور د کسبګرو او رسټورانټونو کاروبار هم ټکنی کړی دی.

د نادر په نامه یو کس چې د تېرو نهو کالو راهیسې په قرغه کې رسټورانټ لري وایي، د تېر پرتله یې عاید کم شوی دی.

محمد نادر ویلي: "زموږ کارونه ۷۰ سلنه تغییر شوي. که وضعیت همداسې وي، دوام نه‌شو ورکولی. "

په همدې حال کې طالبان د کابل خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ډاډه زړه له خپلو کورنیو سره مېله‌ځایونو ته تللی شي.

د قرغې بند مسوول قاري محمود ویلي"امنیت ټینګ دی. کورنۍ کولی شي، د سهار له اوو بجو د شپې تر اتو بجو دلته راشي. "

له دې ټول سره عام خلک وایي، اقتصادي ستونزې د دې لامل دی چې په کابل او ولایتونو کې مېله‌ځایونو کې د خلکو حضور تر پخوا کم شي.

عام خلک وایي، اقتصادي ستونزې د دې لامل دی چې په کابل او ولایتونو کې مېله‌ځایونو کې د خلکو حضور تر پخوا کم شي.

تصویر بندانگشتی

مېله‌ځایونو ته ځینې ورغلي کسان وایي، چې وروستیو څو اوونیو کې کابل او ولایتونو کې تفریح‌ځایونو ته د خلکو ورتګ کم شوی.

د قرغې بند په کابل کې د مېلې یو مشهور ځای دی، خو اوس د ورغلو کسانو په خبره هغه پخوانۍ ګڼه ګوڼه په‌کې نه‌شته.

قرغې ته ورغلي د رامین په نامه یوه کس ویلي: "شاوخوا ۲۰ کورنۍ د مېلې لپاره راغلې دي. د پخوا په شان ډېر خلک نه راځي. "

له دې سره په مېله‌ځایونو کې د خلکو کم حضور د کسبګرو او رسټورانټونو کاروبار هم ټکنی کړی دی.

د نادر په نامه یو کس چې د تېرو نهو کالو راهیسې په قرغه کې رسټورانټ لري وایي، د تېر پرتله یې عاید کم شوی دی.

محمد نادر ویلي: "زموږ کارونه ۷۰ سلنه تغییر شوي. که وضعیت همداسې وي، دوام نه‌شو ورکولی. "

په همدې حال کې طالبان د کابل خلکو ته ډاډ ورکوي چې په ډاډه زړه له خپلو کورنیو سره مېله‌ځایونو ته تللی شي.

د قرغې بند مسوول قاري محمود ویلي"امنیت ټینګ دی. کورنۍ کولی شي، د سهار له اوو بجو د شپې تر اتو بجو دلته راشي. "

له دې ټول سره عام خلک وایي، اقتصادي ستونزې د دې لامل دی چې په کابل او ولایتونو کې مېله‌ځایونو کې د خلکو حضور تر پخوا کم شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه