د نېلاب په نامه یوې نجلۍ یو کال وړاندې د کابل په څلورم مکروریانو کې د نجونو لپاره د موټر چلونې د زدهکړې یو کورس جوړ کړ.
نېلاب وایي هره میاشت به د ۳۰ په شاوخوا کې مېرمنې ورتللې او د موټر چلونې زدهکړې لپاره به یې نوملیکنه کوله، خو وروستیو بدلونونو سره، هېڅوک نه ورځي.
نېلاب وایي، د نامعلوم راتلونکې له کبله غواړي د موټر چلونې د زدهکولو دا مرکز وتړي.
نېلاب ویلي: "زه خپله نامعلوم برخلیک سره مخامخ یم. نه پوهېږم چې که راووځم او موټر وچلوم نو څه به پېښ شي؟"
د مژدې په نامه یوه نجلۍ چې څو میاشتې وړاندې یې په دغه کورس کې موټر چلول زدهکړي، وایي ښځې هم د سړو په شان کولی شي فعالیت وکړي او له ښځو دې فرصتونه نه اخیستل کېږي.
مژدې ویلي: "د موټر چلونې زدهکولو هدف مې دا و، چې وکړای شم په خپلو پښو ودرېږم او بل چاته محتاجه نهشم. "
له دې سره ځينې مېرمنې وایي، چې ښځې د ټولنې نیمایي برخه جوړوي او باید د تعلیم او کار حق ترې وانخېستل شي.
د ګیتي په نوم یوې نجلۍ ویلي: "یوازې زه نه، بلکې ټولې افغان نجونې لوی هدفونه لري چې باید چاته محتاجې نه وي. د دې پر ځای چې خیر ټول کړي، ښه ده چې ډاکټره شي، مدیره شي او حلاله ډوډۍ وګټي. "
بلخوا طالبان وایي ښځې د اسلامي قوانینو په پام کې نیولو سره کار او تعلیم کولی شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د فرهنګي کمېسیون یوه غړي سعید خوستي ویلي: "ښځې کولی شي د اسلام په چوکاټ کې ټولو برخو کې کار وکړي. "
دا په داسې حال کې ده چې یوه میاشت کېږي، طالبان پر افغانستان واکمن دي، خو تراوسه د ښځو د تعلیم او کار برخلیک نه دی معلوم.
په دې اړه مو اندونه