Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د افغان مېرمنو حقونو لپاره د نړۍ د ښځینه مشرانو عدالت‌ غوښتنه

د نړۍ ځينو ښځینه مشرانو د ملګرو ملتونو د عمومي کلنۍ غونډې په څنډه کې، افغان مېرمنو لپاره د عدالت‌غوښتنې ملاتړ کړی دی.

دغو مشرانو د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو له استازي سره لیدنه کې له افغان مېرمنو په ملاتړ ټینګار کړی دی.

د سلواکیه ولسمشرې زوزانا چاپوتوا ویلي، د افغان نجونو او ښځو حقونه دې بابېزه نه ګڼل کېږي او په وینا یې، که د لږکیو او ښځو حقونه بابېزه وګڼل شي، نړۍواله ستونزو ته رسیدل ګران دي.

مېرمن چاپوتوا ویلي: په تېرو دوو لسیزو کې افغان مېرمنو حپلو مشروع حقونو ته لاسرسی درلود. دا حقونه دې یې نه ترې اخېستل کېږي. موږ له افغان مېرمنو ملاتړ لپاره د ایسلنډ او نیوزېلنډ لومړي وزیرانو او د نړۍ نورو مشرانو سره خبرې پیل کړي دي. زه تاسې ته بلنه درکوم چې موږ سره یوځای شئ. که موږ زیانمن خلک له لږکي او مېرمنې یوې خوا ته کړو نو بیا به ځانونه و نه‌شو ژغورلی."

په ورته وخت کې د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ته مخامخ سلګونه کسانو له دې کبله اعتراض کړی چې افغانستان کې بشري حقونه نقض شوي.

امریکا مېشتې افغانې فاطمې رحمتي ویلي:"باید پر طالبانو فشار راوړل شي چې ښځو ته د تعلیم او کار حق ورکړي."

د ښځو د حقونو یوې فعالې شکیلا مجددي ویلي:"ملګري ملتونه دې هغه محدودیتونه وارزوي چې د افغانستان پر خلکو او په ځانګړې توګه پر ښځو لګول شوي دي."

په ایټالیا کې مېشتې یوې افغانې سیمونا لانزوني ویلي:"باید پر طالبانو فشارونه وساتل شي، چې افغان مېرمنې وکړای شي، نه یوازې تعلیم وکړي بلکې په سیاست کې هم ونډه ولري."

له دې سره رویا افغانیار چې ۲۰ کاله یې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالیت کړی وایي، د مخکیني حکومت تر سقوط وروسته یې و نه‌شوای کړای چې فعالیت وکړي.

رویا ویلي:"ټولې ښځې په بد وضعیت کې دي، نه د تعلیم حق لري او نه هم د کار. چې ځانته حکومت وایي باید ټولو ته حق ورکړي."

یوې مدني فعالې کیارنګ سعادت ویلي:"د حکومت تر سقوط وروسته ټولې ښځې کور ناستې شوې، موږ یې بندیانې کړې یوو، خواشینې یوو."

په ورته وخت کې د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي، د ښځو د حقونو لپاره به مبارزې ته دوام ورکوي.

د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون یوې کمیشنرې بنفشې یعقوبي ویلي:"موږ له نړۍوالې ټولنې او افغانستان کې نوي حکومت نه غواړو چې د ښځو حقونو ته دې درناوی وکړي او اجازه دې نه ورکوي چې د ټولنې دا برخه قرباني شي."

له دې ټولو سره ځینو ښځو نن د مخکیني ښځو چارو وزارت مخې ته لاریون کړی، خو طالبانو خبریالانو ته اجازه ور نه‌کړه چې دغه لاریون ته پوښښ وکړي.

د امریکا په نیویارک کې د ملګرو ملتونو دفتر ته مخامخ سلګونه کسانو له دې کبله اعتراض کړی چې افغانستان کې بشري حقونه نقض شوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه