Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

رپوټ: کام‌ایر شرکت د خبریالانو پر ځاي د خپل رییس خپلوان لېږدولي

بلومبرګ خبري اژانس داسې رپوټ خپور کړی چې، له افغانستانه د تخلیې پر مهال، کام‌ایر هوايي شرکت چې، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تخلیې همکار هوايي شرکت وو، د دغه شرکت د عمومي رییس ۱۵۵ خپل خپلوان په هغه الوتکه کې چې، ټاکل شوې وه خبریالان ولیږدول شي؛ ابوظبي ته لېږدولي دي.

راپور زیاتوي چې، له افغانستانه دغه ویستل شوي کسان د وېستنې په نوملړ کې نه وو او کله چې، د امریکا بهرنیو چارو وزارت دغې موضوع ته پام کېږي؛ نو د وېستنې په برخه کې د کام‌ایر هوايي شرکت له الوتکو ګټه اخیستنه دروي.

د کام‌اېر هوايي شرکت مسوولین د دغې ادعا په ردېدو سره وايي، دغه شرکت د تخلیې پر مهال د کسانو په غوراوي کې کوم نقش نه درلود او یوازې مسوولیت یې د خلکو لېږدونه وه.

د کام‌ایر هوایي شرکت اجرایي محمد داوود شریفي ویلي:

 "موږ دوه الوتنې لرلې، یوه یې ابوظبۍ ته وه بله طبلسي ته. له بهره د ترتیب شوي لیسټ پر بنسټ خلکو الوتنه کړې، البته ډېر خلک پاتې شوي نو هغوی شور جوړ کړی، چې کام‌ایر یا د کام‌ایر کورنۍ په دې کې هېڅ دخیله نه ده. "

راپور همداراز کاږي چې، د کام‌ایر د هوايي شرکت د عمومي رییس هغه خپل خپلوان چې، ابوظبي ته لېږدول شوي، دمګړۍ په بې برخلیکه وضعیت کې شپې او ورځې تېروي.
له دې سره سم، په کام اېر هوايي شرکت کې سرچینې طلوع‌نیوز ته د دې پخلی کوي چې، د دغه شرکت د عمومي مشر ځینې خپل خپلوان د تخلیې پر مهال له افغانستانه وېستل شوي دي.

یوه خبریال جواد اعتمادي ویلي: " زه یو خبریال او عملاً کار کوم. دا موضوع زما پر ذهن منفي اغېز کوي او کولی شي زما انګیزه خرابه کړي. زه چې افغانستان کې  کار کوم خو زما په نوم نور خلک له هېواده انتقالېږي. "

د افغانستان د ژورنالیستانو د ملي ټولنې اجرايي مشر احمد شعیب فنا ویلي: " هر چا چې دغسې کار کړی وي، باید ځواب ووایي. "

دا په داسې حال کې ده چې کام‌ایر هوايي شرکت اوس یوازې له مزارشریفه اسلام اباد ته بهرنۍ الوتنې لري 
 
رپوټ کې د کام‌ایر هوایي شرکت تورن شوی، چې د دې شرکت رییس د خبریالانو پر ځای خپل خپلوان د متحده عربي اماراتو ابوظبۍ ته انتقال کړي دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه