Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

اسحاق زي د ملګرو ملتونو سازمان په اسامبله کې له وینا ډډه وکړه

خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان حکومت پخواني استازي غلام اسحاق زي چې ټاکل شوې وه د دغه سازمان په اسامبلې کې وینا وکړي، خپل نوم یې د ویناوالو له نړملړ څخه ایستلی دی.

له دې امله سږکال د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب چا وینا ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم ملګرو ملتونو سازمان ته په یوه لیک کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نوم د افغانستان د نوي استازي په توګه دغه سازمان ته معرفي کړی دی.

اسحاق زی چې دم ګړۍ د افغانستان په استازیتوب په ملګرو ملتونو سازمان کې حضور لري، هم د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي غوښتي دي چې د هغه ماموریت تمدید کړي.

د رویټرز د رپوټ پر حواله اسحاق زي د خپل وروستۍ پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو سازمان د اسامبلې پر بنسټ، تر هغې چې د دغه سازمان د اعتبار ورکړې کمېټه د اسحاق زي او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د غوښتنې په هکله پرېکړه ونه کړي، اسحاق زی به د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه پاتې وي. 

د ملګرو ملتونو سازمان کې د اسحاق زي د انصراف امله سږکال د دغه سازمان په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب چا وینا ونه کړه.

Thumbnail

خبري اژانس رپوټ ورکړی دی چې په ملګرو ملتونو سازمان کې د افغان حکومت پخواني استازي غلام اسحاق زي چې ټاکل شوې وه د دغه سازمان په اسامبلې کې وینا وکړي، خپل نوم یې د ویناوالو له نړملړ څخه ایستلی دی.

له دې امله سږکال د ملګرو ملتونو سازمان په عمومي اسامبله کې د افغانستان په استازیتوب چا وینا ونه کړه.

دا په داسې حال کې ده چې د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هم ملګرو ملتونو سازمان ته په یوه لیک کې، په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین نوم د افغانستان د نوي استازي په توګه دغه سازمان ته معرفي کړی دی.

اسحاق زی چې دم ګړۍ د افغانستان په استازیتوب په ملګرو ملتونو سازمان کې حضور لري، هم د ملګرو ملتونو سازمان له سرمنشي غوښتي دي چې د هغه ماموریت تمدید کړي.

د رویټرز د رپوټ پر حواله اسحاق زي د خپل وروستۍ پرېکړې په هکله څه نه دي ویلي.

د ملګرو ملتونو سازمان د اسامبلې پر بنسټ، تر هغې چې د دغه سازمان د اعتبار ورکړې کمېټه د اسحاق زي او د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست د غوښتنې په هکله پرېکړه ونه کړي، اسحاق زی به د ملګرو ملتونو سازمان کې د افغانستان د استازي په توګه پاتې وي. 

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه