د ناروې د کډوالو شورا وايي، راتلوونکی ژمی به د افغانستان شل مېلیونه وګړي بیړنیو مرستو ته اړتیا ولري.
د يادې شورا منشي جان ایګلېنډ خبردارۍ ورکړی چې، که افغانستان ته بېړنۍ مرستې ونهرسېږي په دې هېواد کې به بشري ناورین رامنځته شي:«یو لوی شمېر افغانان چې د افغانستان نیمایي نفوس جوړوي، شاوخوا ۲۰ مېلیونه خلک به په دې ژمي کې بیړنیو بشري مرستو ته اړتیا ولري. اوس مهال د ښوونکو، نرسانو، ډاکټرانو، د اوبو رسولو د کار کوونکو او آن د هغو کسانو معاش چې کثافات راټولوي شتون نه لري.»
په ورته مهال يو شمېر کابل میشتي کارګر وايي، د کار د نشتوالي له امله له خورا اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
دغه کسان وايي هم چې د دوی په منځ کې داسې کسان هم شته چې د تېري یوې میاشتې راهیسې يې هېڅ کار نه دی موندلی او هره ورځ تش لاس کورته ځي.
کارګر علي الدین په دې هکله وايي:«موږ دلته سهار راځو تر ماښامه پر دغه څلور لارې د کار موندنې په موخه، خو موږ ټوله ورځ همداسې تېروو هېڅوک نشته چې موږ د کار کولو په موخه بوځي، کور لرو کورنۍ لرو او موږ اړ یوو چې د هغوی د پاره خواړه یوسوو.»
بېوزلۍ د روزي خان شل کسیزه کورنۍ هم له ستونزو سره مخ کړې ده. نوموړی وايي بېوزلي داسې کچې ته رسولی دی چې ان د خپلو ماشومانو د مړولو توان يې له لاسه ورکړی دی.
روزي خان وايي:«په کور کې مې د اولادونو او لمسیانو په ګډون شل کسان اوسېږو، خو اوس زه حیران یم چي دوی څنګه په نس ماړه کړم، سهار خواړو وخورو د ماښام لپاره یې بیا نه لرو.»
نرګس چې په کابل ښار کې سوالګري کوي هم څرګندوي:«هېڅوک په داسې حال نه راځي چې سوالګري وکړي، خو زده د مجبوریت له امله دلته هره ورځ راځم او سوالګري کوم، کور کې مې شپږ اولادونه دي او هغوی را څخه خواړه غواړي.»
تر دې وړاندي هم د ملګرو ملتونو د خوراک نړیوال پروګرام ويلي و، که له افغانستان سره نړۍوالې مرستې ونه شي راتلوونکی ژمنی به ۹۰ سلنه افغانان خوړو ته سم لاسرسی ونه لري.