Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

پنټاګون وایي، د دوحې سند د افغان حکومت او پوځ د سقوط پیلامه وه

د امریکا د دفاع وزارت جګپوړو چارواکو پرون (چهارشنبه د تلې په ۷ مه) د امریکا د کانګرس پوځي کمیټې دویمه استجوابیه غونډه کې د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووایه.

د اسوشيټډ پریس د رپوټ پر بنسټ، د پنټاګون چارواکو ویلي، چې د دوحې سند، د افغان حکومت او پوځ د پرځېدا یو اصلي علت دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک‌کینزي ویلي، د دوحې د سند ویجاړونکي رواني اغېز په خوا کې، د امریکایي سرتېرو د شمېر کموالی، بل ګوزار وو چې افغانستان کې پر ۲۰ کلونو هڅو ولګېد.

جنرال مک‌کېنزي ویلي:"د دوحې د سند لاسلیک د افغانستان پر حکومت او پوځ ویجاړونکی اغېز وکړ او تر بل هر څه، رواني اغېزې یې درلود. د مک‌کیزني په خبره، د ځواکونو ایستلو لپاره نېټه وروستۍ شوې وه او هغوی پوه شوي وو چې کله مرستې ختمېږي.

جنرال مک‌کېنزي ویلي، ده له مودې راهیسې دا باور درلود چې که په افغانستان کې د مشاورو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته کم شي، د افغان حکومت او پوځ پرځېږي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین بیا ویلي، چې د دوحې سند افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو محدودیتونه ولګول.

د وزیر اسټین په وینا، په سند کې لیکل شوي، چې امریکایي ځواکونه به بریدونه ختموي او د دغو بریدونو ختمول د افغان ځواکونو د کمزورتیا سبب شو.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي هم ویلي، چې افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلونو جګړه سټراټیژیکه ماتې وه.

د امریکا د دفاع وزارت چارواکي وایي، د دوحې د سند ویجاړونکي رواني اغېز په خوا کې، د امریکایي سرتېرو د شمېر کموالی، بل ګوزار وو چې افغانستان کې پر ۲۰ کلونو هڅو ولګېد.

Thumbnail

د امریکا د دفاع وزارت جګپوړو چارواکو پرون (چهارشنبه د تلې په ۷ مه) د امریکا د کانګرس پوځي کمیټې دویمه استجوابیه غونډه کې د سناتورانو پوښتنو ته ځواب ووایه.

د اسوشيټډ پریس د رپوټ پر بنسټ، د پنټاګون چارواکو ویلي، چې د دوحې سند، د افغان حکومت او پوځ د پرځېدا یو اصلي علت دی.

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال کېنټ مک‌کینزي ویلي، د دوحې د سند ویجاړونکي رواني اغېز په خوا کې، د امریکایي سرتېرو د شمېر کموالی، بل ګوزار وو چې افغانستان کې پر ۲۰ کلونو هڅو ولګېد.

جنرال مک‌کېنزي ویلي:"د دوحې د سند لاسلیک د افغانستان پر حکومت او پوځ ویجاړونکی اغېز وکړ او تر بل هر څه، رواني اغېزې یې درلود. د مک‌کیزني په خبره، د ځواکونو ایستلو لپاره نېټه وروستۍ شوې وه او هغوی پوه شوي وو چې کله مرستې ختمېږي.

جنرال مک‌کېنزي ویلي، ده له مودې راهیسې دا باور درلود چې که په افغانستان کې د مشاورو ځواکونو شمېر ۲۵۰۰ ته کم شي، د افغان حکومت او پوځ پرځېږي.

د امریکا د دفاع وزیر لوېډ اسټین بیا ویلي، چې د دوحې سند افغانستان کې پر امریکایي ځواکونو محدودیتونه ولګول.

د وزیر اسټین په وینا، په سند کې لیکل شوي، چې امریکایي ځواکونه به بریدونه ختموي او د دغو بریدونو ختمول د افغان ځواکونو د کمزورتیا سبب شو.

د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال مارک مېلي هم ویلي، چې افغانستان کې د امریکا د ۲۰ کلونو جګړه سټراټیژیکه ماتې وه.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه