Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د امریکا احتمالي بندیزونو ته د کورنیو چارو وزارت غبرګون

د کورنیو چارو وزارت، د امریکایي سناتورانو له خوا د وړاندیز شویو احتمالي بندیزونو په غبرګون وایي، چې دا د امریکا د ناکام زور تکرار دی.

ځینو امریکایي سناتورانو داسې یوه اوه ماده‌‌ییزه طرحه د امریکا د کانګرس بهرنیو اړیکو کمیټې ته وړاندیز کړې، چې په‌کې یې ویلي، طالبان او د طالبانو ملاتړي هېوادونو او په ځانګړې توګه پاکستان باید تحریم شي.

د امریکا مشرانو جرګه کې د بهرنۍ کمیټې یوه مخکښ غړي جېم ریش ویلي:"امریکا باید د طالب ډلې یو غړی هم، په امریکا او ملګرو ملتونو کې د سفیر په توګه و نه مني، ځکه چې هغوی تل د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په نقض تور دي."

د امریکایي سناتورانو په طرحه کې پاکستان د اسلامي امارت ملاتړی هېواد یاد شوی او د امریکا بهرنیو چارو وزیر نه غوښتل شوي، چې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۲۰ کال پورې له طالبانو د پاکستان ملاتړ وارزوي.

له دې سره پاکستان وایي، له طالبانو یې هېڅ نظامي ملاتړ نه دی کړی او یوازې یې طالبان امریکا سره د مذاکراتو مېز ته کېنولي.

د پاکستان کورنیو چارو وزیر شیخ رشید احمد ویلي:"موږ طالبانو ته هېڅ پوځي اسانتیا نه ده برابر کړې، خو امریکا د پاکستان خلاف تورونه تکراروي. موږ له طالبانو سره د نړۍوالې ټولنې تعامل غواړو، چې وکړای شو افغانستان کې سوله ټینګه کړو."

د سیاسي چارو یوه شنونکي حکمت الله حکمت ویلي:"داسې بندیزونه باید و نه لګول شي، چې د افغانستان د خلکو ملي ګټو ته ضرر رسوي او د طالبانو له تحریک د خلکو غوښتنه داده چې له نړۍوالې ټولنې سره ګډ سیاست وکړي."

په همدې حال کې اسلامي امارت د امریکایي سناتورانو له خوا د وړاندیز شویو احتمالي بندیزونو په غبرګون وایي، چې دا د امریکا د ناکام زور تکرار دی.

د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو مسوول سعید خوستي ویلي:"د تېرو ۲۰ کلونو زور نه یې باید پند اخېستی وي. ۲۰ کاله یې زور وچلاوه، خو څه لاس ته ورنغلل. افغانان له نړۍ سره ښه اړیکه غواړي."

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت له امریکا او ملګرو ملتونو غوښتی، چې د مشرانو نومونه یې د ملګرو ملتونو تور لېسټ نه وباسي او په ملګرو ملتونو کې دې یې استازی ومني.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه