Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

ملا برادر پر نړۍوالو غږ کړی چې کابل کې سفارتونه پرانیزي

د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

ملا برادر په لومړي ځل د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ځینو نورو حکومتي چارواکو له ځينو بهرنیو ډېپلوماټانو سره کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت نړۍ ته د ضرر رسولو پالیسي نه لري او غواړي چې ټولو هېوادونو سره ښه اړیکه ولري.

ملا برادر په دغه کتنه کې پر نړۍ غږ کړی چې اسلامي امارت سره مخالفتونه په خبرو حل کړي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر لیکلي:"اسلامي امارت غواړي، چې د نړۍ له هېوادونو سره ښه اړیکه ولري. که څوک موږ سره ستونزه لري، حاضر یوو چې په خبرو یې حل کړو. زموږ حکومت چاته د ضرر رسولو نیت نه لري. راتلونکی افغانستان به خوندي ځای وي."

که څه هم افغانستان کې د نوي حکومت د کار د پیل نژدې ۵۰ ورځې وشوې، خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، نړۍ سره د ښو اړیکو نوی باب به پرانیستل شي.

سهیل شاهین د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په حواله لیکلي:"موږ غواړو چې په کور دننه د ښې حکومتولۍ او له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو نوی باب پرانیزو."

له دې سره شنونکي وایي، اسلامي امارت باید د نړۍ ځینې غوښتنې ومني چې نړۍ اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د سرپرستې کابینې چارواکي نړۍ ته ډاډ ورکوي، چې افغانستان کې به یې د وګړو امنیت خوندي وي.

په لومړي ځل د وزیرانو د مشر لومړي مرستیال، د بهرنیو چارو وزرت سرپرست او ځینو نورو حکومتي چارواکو، په کابل کې د روسیې، چین، پاکستان او ځینو نورو هېوادونو سفیرانو سره وکتل.

تصویر بندانگشتی

د لومړي وزیر مرستیال ملا عبدالغني برادر د نړۍ پر هېوادونو غږ کړی، چې کابل کې خپل سفارتونه بېرته پرانیزي.

ملا برادر په لومړي ځل د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ځینو نورو حکومتي چارواکو له ځينو بهرنیو ډېپلوماټانو سره کتنه کې ویلي، چې اسلامي امارت نړۍ ته د ضرر رسولو پالیسي نه لري او غواړي چې ټولو هېوادونو سره ښه اړیکه ولري.

ملا برادر په دغه کتنه کې پر نړۍ غږ کړی چې اسلامي امارت سره مخالفتونه په خبرو حل کړي.

قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر ټویټر لیکلي:"اسلامي امارت غواړي، چې د نړۍ له هېوادونو سره ښه اړیکه ولري. که څوک موږ سره ستونزه لري، حاضر یوو چې په خبرو یې حل کړو. زموږ حکومت چاته د ضرر رسولو نیت نه لري. راتلونکی افغانستان به خوندي ځای وي."

که څه هم افغانستان کې د نوي حکومت د کار د پیل نژدې ۵۰ ورځې وشوې، خو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست ویلي، نړۍ سره د ښو اړیکو نوی باب به پرانیستل شي.

سهیل شاهین د بهرنیو چارو وزارت د سرپرست امیرخان متقي په حواله لیکلي:"موږ غواړو چې په کور دننه د ښې حکومتولۍ او له سیمې او نړۍ سره د ښو اړیکو نوی باب پرانیزو."

له دې سره شنونکي وایي، اسلامي امارت باید د نړۍ ځینې غوښتنې ومني چې نړۍ اسلامي امارت په رسمیت وپېژني.

د سرپرستې کابینې چارواکي نړۍ ته ډاډ ورکوي، چې افغانستان کې به یې د وګړو امنیت خوندي وي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه