Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د بې‌وزلۍ له کبله یوې مور خپل ماشوم خرڅ کړی

د لیلما په نامه د اتو ماشومانو مور له بغلانه کابل ته کډه شوې او وايي، له یوه کال راهیسې یې خاوند لادرکه دی او اوس د یوې ۱۳ کلنې لور د درملنې لپاره اړه شوې چې، خپل یو نیم کلن ماشوم وپلوري.

مېرمن لیلما ویلي: "له مجبورۍ مې خپل ماشوم په ۳۰ زره افغانۍ خرڅ کړ. که نه نو هېڅ څوک نه غواړي خپل ماشوم خرڅ کړي. "

بې‌ځایه شوي وايي، دمګړۍ له ګڼو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي او په وینا یې د هوا سړېدو او ورښتونو د دوی ستونزې دوه برابره کړې دي.

یوې بې‌ځایه شوې زرغونې ویلي: "کله چې باران وشو، ټول ځایونه لانده شول، ماشومان ناروغان شوي او موږ خپله هم خوب نه لرو. "

بې‌ځایه شوي زیاتوي، لا تر اوسه له دوی سره د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېڅ مرسته نه ده کړې.

د عایشې په نامه یوې بې‌ځایه شوې ویلي: "د کډوالو وزارت راغی سروې یې وکړه، خو تراوسه یې مرسته نه ده کړې. که همداسې وي، نو موږ به له منځه لاړ شو. "

له څه باندې دوو میاشتو راهیسې د ځينو ولایتونو یو شمېر اوسېدونکي کابل ته په کډه راغلي او دمګړۍ په کېږدیو کې په ډېرو سختو شرایطو کې شپې او ورځې تېروي.
 
کابل کې د یوې بې‌ځایه شوې کورنۍ مور، د اقتصادي ستونزو له امله خپل یو نیم کلن ماشوم خرڅ کړی دی او وايي دا کار یې ځکه وکړ، چې په روغتون کې د خپلې بلې بستر شوې او ناروغې لور ژوند پرې وژغوري.

شریک یي کړئ