Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'اسلامي امارت د پاکستان او پاکستاني طالبانو ترمنځ منځګړیتوب کوي'

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، اوس اوس ویلي دي چې اسلامي امارت، له پاکستاني طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې له پاکستان سره همکاري کوي.

ښاغلي خان د ترکیې له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې دغه هېواد د پاکستاني طالبانو له ځينو ډلو سره د مذاکراتو په حال کې دی، او دغه مذاکرات د افغانستان په خاوره کې د اسلامي امارت په منځګړیتوب پر مخ بیول کېږي.
 
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي:«بېلابېلې ډلې دي چې TTP (د پاکستاني طالبانو تحریک) جوړوي، هو موږ یې له ځينو ډلو سره خبرې کوو.»

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دغو خبرو کې د اسلامي امارت د مهم رول خبره کوي. او د یوه خبریال د دغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د افغانستان طالبان په دې پروسه کې له تاسې سره مرسته کوي؟ داسې وویل:«هو ځکه چې دا خبرې په افغانستان کې کېږي.»

تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو پاکستان رسنیو د پاکستاني طالبانو د تحریک له قوله ویلي دي چې دغه ډله به له پاکستان سره مذاکرات ونه کړي.

عمران خان وايي چې د اسلامي امارت په منځګړیتوب د پاکستان او د پاکستاني طالبانو تحریک ترمنځ خبرې اترې د افغانستان په خاوره کې ترسره کېږي.

تصویر بندانگشتی

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، اوس اوس ویلي دي چې اسلامي امارت، له پاکستاني طالبانو سره د سولې په مذاکراتو کې له پاکستان سره همکاري کوي.

ښاغلي خان د ترکیې له ټلوېزیوني شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې دغه هېواد د پاکستاني طالبانو له ځينو ډلو سره د مذاکراتو په حال کې دی، او دغه مذاکرات د افغانستان په خاوره کې د اسلامي امارت په منځګړیتوب پر مخ بیول کېږي.
 
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي:«بېلابېلې ډلې دي چې TTP (د پاکستاني طالبانو تحریک) جوړوي، هو موږ یې له ځينو ډلو سره خبرې کوو.»

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان په دغو خبرو کې د اسلامي امارت د مهم رول خبره کوي. او د یوه خبریال د دغې پوښتنې په ځواب کې چې آیا د افغانستان طالبان په دې پروسه کې له تاسې سره مرسته کوي؟ داسې وویل:«هو ځکه چې دا خبرې په افغانستان کې کېږي.»

تر اوسه د افغانستان اسلامي امارت په دې تړاو څه نه دي ویلي، خو پاکستان رسنیو د پاکستاني طالبانو د تحریک له قوله ویلي دي چې دغه ډله به له پاکستان سره مذاکرات ونه کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه