Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

افغانستان کې د ترهګرو د بیا احتمالي حضور په هکله د ډنمارک اندېښنې

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر جیپي کوفوډ، پاکستان ته په خپل یوه دوه ورځني سفر کې له نړۍوالې ټولنې غوښتې دي چې په افغانستان کې د ترهګرو د فعالیت مخه ونیسي.

ښاغلي کوفوډ له خپل پاکستاني سیال سره په یوې ګډه خبري ناسته کې ګواښ وکړ که چېرې افغانستان د ترهګرو پر امن ځای او پټن ځای بدل شي، د هغه په وینا د ټولو لپاره به ګواښ وي.

د ډنمارک د بهرنيو چارو وزير وايي، د طالبانو حکومت په رسمیت نه پېژني او په وينا يې د هغوی د کړنو پر بنسټ قضاوت کوي.

جیپي کوفوډ وویل:«هغه څه چې موږ يې په افغانستان کې وینو خورا جدي وضعیت دی او موږ په دې اړه اندېښمن یوو. زه په ښکاره ټکو وايم که افغانستان د نړیوالو ترهګرو ډلو پر امن ځای بدلېږي، دا به پر موږ ټولو اغېزه ولري.»

له دې مخکې د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو فعالیت او حضور رد کړی دی او ډاډ یې ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په وړاندې استفاده نه شي.

بلخوا د پاکستان بهرنیو چارو وزیر وايي، نړیواله ټولنه باید په افغانستان کې د بشري بحران د مخنیوي په برخه کې اغېزمن اقدامات وکړي.

د رسنيو د راپورونو له مخې شاه محمود قریشي دا څرګندونې په اسلام اباد کې د خپل ډنمارکي سیال سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې کړې دي.

ورته مهال، قریشي د دې پوښتنې په ځواب کې چې پاکستان به امریکا ته د هوایي حریم د کارولو اجازه ورکړي؟ وويل، داسې پرېکړه به د دغه هېواد کابینه کوي.

ښاغلي قریشي څرګنده کړه:«ښکاره ده، دا هغه پرېکړه ده چې تر مشورو وروسته يې ټولو اړخونو ته په کتو د کابينې لخوا کېږي. هغه پرېکړه به کېږي چې د پاکستان د امنیت، ملي امنیت او منطقې د ثبات په ګټه وي.»

تر دې مخکې نورو هېوادونو هم ورته اندېښنې درلودلي، خو د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو ويلي چې، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د بیا فعالېدو راپورونه بې‌بنسټه دي او دا هېواد به هېڅکله د سيمې او نړۍ پر ضد ونه کارول شي.

د اسلامي امارت چارواکو په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو فعالیت او حضور رد کړی دی او ډاډ یې ورکړی دی چې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد په وړاندې استفاده نه شي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه