Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پنجشېر مرستیال والي دغه ولایت کې د پخوانیو پوځیانو ترور ردوي

د پنجشېر مرستیال والي په دې ولايت کې د يوه شمېر پخوانيو پوځيانو د ترور او هدفي وژنو په هکله رپوټونه بې‌ بنسټه ګڼي.

ملا شاه ملنګ روح الله طلوع نیوز ته وايي چې په پنجشیر ولايت کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده او د ده په وينا د مقاومت جبهې جنګیالي فزیکي حضور نه‌لري. نوموړی د دولتي بنسټونو د فعالیتونو د بیا پیل په هکله هم له هڅو خبر ورکوي.

د پنجشېر والي مرستیال ملنګ شاه روح الله وویل:«په لومړی سر کې د ځينو ستونزو په هکله موږ چې اورېدلي وو، څېړنه وکړه او هغه دروغ وې. یوه ورځ یې خبر ورکړ چې په یوه ځای کې ۱۷ تنه وژل شوي دي، په چټکه ورغلو چې هېڅ هم نه وو.»

د طلوع نیوز خبریال عبدالحق عمري چې پنجشېر ته تللی دی وايي چې د پنجشېر په مرکز بازارک کې د خلکو کڼه کوڼه ډېره کم‌رنګې ده. د سرک غاړو ته سوځول شوي او ویجاړ شوي پوځي وسایط د اسلامي امارت او د مقاومت جبهې ترمنځ د سختو جګړو شاهدي ورکوي.
 
بلخوا د اعنابې ولسوالۍ اوسېدونکي د پنجشېر ولایت مقام ته راغلي دي چې له ولايتي ادارې سره خپلې ستونزې شریکې کړي. 

د پنجشېر اوسېدونکی رسول خان وايي:«زموږ ستونزه دا ده چې دا دره نظامي ده. دغو پوځيانو یو وحشت او وېره رامنځته کړې ده. دوی دې ووځي څه کوي؟ خلک نه خپلو کورونو ته تللای شي او نه هم خپلو کروندو ته تللای شي.» 

بلخوا د پنجشېر یو شمېر اوسېدونکی ادعا کوي، چې د اسلامي امارات پلویانو ډبولي کورونه يې ورته تالاشي کړي دي.

د پنجشېر اوسېدونکی امام جان څرګندوي:«وې ویل چې ته د احمد مسعود کس یې او دلته ورته ډوډۍ پخه وې. ما ته یې وویل چې وسله چېرته ده؟ هغه پیدا کړه، که نه وژنم دې. کور مې راوپلټه او څه یې پیدا نه شوی کړای.» 

د دغه ولایت یو بل اوسېدونکی په دې هکله وايي:«څو ځلې یې زما کور تلاشي کړ. د شپې هم راځي او د ورځې هم موږ تر ګواښ لاندې یوو.»

د پنجشېر والي مرستیال ملنګ شاه روح الله هم څرګندوي:«په لومړیو ورځو کې داسې شوي وو. خلک نه وو او زموږ پوځيانو ځای ته اړتیا لرله. کله چې خلکو مراجعه وکړه موږ کورونه د هغوی څېښتنو ته تسلیم کړل.»

هغه درې چورلکې چې د پنجشېر د ځايي چارواکو پر وینا د مقاومت جبهې له لوري ویجاړې او له کاره لوېدلې دي. خو د مقاومت جبهې تراوسه د دې ادعا په غبرګون کې څه نه‌دي ويلي.
په پنجشېر کې که څه هم جګړه درېدلې خو لا هم د ځايي خلکو په وينا یو شمېر خلک لا بېرته خپلو کورونو ته نه دي راستانه شوي.

ملا شاه ملنګ روح الله طلوع نیوز ته وايي چې په پنجشیر ولايت کې جګړه په بشپړه توګه پای ته رسېدلې ده او د ده په وينا د مقاومت جبهې جنګیالي فزیکي حضور نه‌لري.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه