Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ملکي هوایي‌چلن اداره:د کابل هوایي‌ډ‌ګر نړۍوالو الوتنوته چمتو دی

د ملکي هوايي چلن اداره وايي، د کابل نړۍوال هوايي ډګر تخنیکي ستونزې د قطر د تخنيکي ډلې په مرسته حل شوي او هره ورځ له دغه هوايي ډګر نه کورنۍ الوتنې تر سره کېږي، خو نړۍوالې الوتنې تر اوسه په عادي ډول نه دي پیل شوي.

د ملکي هوایي چلن ادارې ویاند وايي، ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو ته يې په لیکلي بڼه ډاډ ورکړی چې د کابل هوايي ډګر نه الوتنې پیل کړي.

د ملکي هوايي چلن اداري ویاند محمد نعیم صالحي ویلي: "د کابل هوایي ډګر له تخنیکي او مسلکي اړخه د بهرنیو الوتنو لپاره هېڅ ستونزه نه‌لري. دا هوایي ‌ډګر بهرنیو الوتنو ته چمتو دی او موږ په تمه یوو، چې د سیمې هېوادونه خپلې الوتنې پیل کړي. اوس لپاره کورنۍ الوتنې روانې دي. "

په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې د پاکستان او ایران ویزې ورسره دي وايي، د دغو دواړو هېوادونو د ټکټونو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

د کابل یوه اوسېدونکي جنت ګل ویلي: "خلک پاسپورت او ویزې لري، خو ټکټونه نه‌شته او که وي هم بیې یې ډېرې لوړې دي. "

بل‌خوا د سیاحتي شرکتونو مسوولین وايي د کورنیو الوتنو د ټکټونو بيې په خپل حال دي، خو د نړیوالو الوتنو د ټکټونو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

د افغانستان د سیاحتي شرکتونو د ټولنې رییس مسعود بینا ویلي: "د بهرنیو ټکټو بیې پام وړ ختلې دي. د پاکستان  ټکټ مخکې ۱۵۰نه تر ۲۰۰ ډالر و خو اوس ۱۲۰۰ ډالره دی. "

د ملکي هوايي چلن اداره وايي، په وروستیو څو ورځو کي د اماارتو، پاکستان او قطر څخه د کابل هوايي ډګر ته تر لسو ډیرې الوتنې شوي چي تر ډیره دغه الوتني ځانګړې وې او یا هم په‌کې مرستې راوړل شوې دي.

د ملکي هوایي چلن اداره وايي، د کابل هوايي ډګر ټولې تخنیکي ستونزي يې حل کړي او په دې وروستیو ورځو کې ترې قطر، اماراتو او پاکستان ته الوتنې شوې دي.

Thumbnail

د ملکي هوايي چلن اداره وايي، د کابل نړۍوال هوايي ډګر تخنیکي ستونزې د قطر د تخنيکي ډلې په مرسته حل شوي او هره ورځ له دغه هوايي ډګر نه کورنۍ الوتنې تر سره کېږي، خو نړۍوالې الوتنې تر اوسه په عادي ډول نه دي پیل شوي.

د ملکي هوایي چلن ادارې ویاند وايي، ګاونډیو او نړۍوالو هېوادونو ته يې په لیکلي بڼه ډاډ ورکړی چې د کابل هوايي ډګر نه الوتنې پیل کړي.

د ملکي هوايي چلن اداري ویاند محمد نعیم صالحي ویلي: "د کابل هوایي ډګر له تخنیکي او مسلکي اړخه د بهرنیو الوتنو لپاره هېڅ ستونزه نه‌لري. دا هوایي ‌ډګر بهرنیو الوتنو ته چمتو دی او موږ په تمه یوو، چې د سیمې هېوادونه خپلې الوتنې پیل کړي. اوس لپاره کورنۍ الوتنې روانې دي. "

په همدې حال کې یو شمېر افغانان چې د پاکستان او ایران ویزې ورسره دي وايي، د دغو دواړو هېوادونو د ټکټونو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

د کابل یوه اوسېدونکي جنت ګل ویلي: "خلک پاسپورت او ویزې لري، خو ټکټونه نه‌شته او که وي هم بیې یې ډېرې لوړې دي. "

بل‌خوا د سیاحتي شرکتونو مسوولین وايي د کورنیو الوتنو د ټکټونو بيې په خپل حال دي، خو د نړیوالو الوتنو د ټکټونو بيې څو برابره لوړې شوې دي.

د افغانستان د سیاحتي شرکتونو د ټولنې رییس مسعود بینا ویلي: "د بهرنیو ټکټو بیې پام وړ ختلې دي. د پاکستان  ټکټ مخکې ۱۵۰نه تر ۲۰۰ ډالر و خو اوس ۱۲۰۰ ډالره دی. "

د ملکي هوايي چلن اداره وايي، په وروستیو څو ورځو کي د اماارتو، پاکستان او قطر څخه د کابل هوايي ډګر ته تر لسو ډیرې الوتنې شوي چي تر ډیره دغه الوتني ځانګړې وې او یا هم په‌کې مرستې راوړل شوې دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه