Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د اطلاعاتو او کلتور وزارت بګرام کې د چينايي ځواکونو حضور رد کړ

د اطلاعاتو او کلتور وزارت، د بګرام په هوايي ډګر کې د چینايي ځواکونو د ځای پر ځای کېدو په هکله رپوټونه بې بنسټه ګڼي.

د دغه وزارت د کلتوري کمېسیون یو غړی وایي چې دم کړۍ په افغانستان کې بهرني ځواکونه شتون نه لري. او د دغه هوایي ډګر څراغونه د اسلامي امارت له لوري بېرته فعال شوي دي.
          
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړی عمر منصور څرګنده کړه:«فعالاً په افغانستان کې د چین په ګډون هېڅ بهرنی ځواک په افغانستان کې حضور نه لري. البته د بګرام هوايي ډګر فعالېدل، ځکه چې پخوا بهرنیان وو برېښنايي سیسټم یې فعال و، کله چې هغوی ولاړل اسباب او وسایل یې له منځه یوړل، خو زموږ تخنیکي مسوولینو فعال کړل او هڅه یې وکړه چې بالاخره تېره شپه فعال شو.»

بلخوا د بګرام ولسوالۍ اوسېدونکي په خواله رسنیو کې د ځينو انځورونو له خپرولو سره وایي چې د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته د لومړي ځل لپاره د بګرام د هوایي ډګر څراغونه یو ځل بیا فعال شوي دي.
               
د بګرام اوسېدونکي شمشاد ویل:«د بګرام په هوايي ډګر کې چراغونه بیا روښانه شوي دي. له دننه ځينې غږونه اورېدل کېږي. او د تېر په څېر ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده، تېره ورځ په دغې سیمه کې یوه الوتکه هم لیدل شوې ده.»
              
د بګرام بل اوسېدونکی وصال هم وايي:«درې څلور ورځې کېږي چې د بګرام هوايي ډګر برقونه لګېدلي دي او په دغو ځایونو کې طیاره هم لیدل شوې ده. او د تېر په څېر ګڼه ګوڼه زیاته شوې ده او خلک وايي چې دلته چینایان راغلي دي خو موږ له داخل نه خبر نه یوو چې راغلي دي او که نه.»

خو د بګرام په هوایي ډګر کې د چین د پوځیانو  حضور تر کومه بریده احتمال لري؟

دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې تر دې وړاندې د امریکا مخکني ولسمشر ډانالډ ټرمپ ویلي و چې له افغانستانه به د امریکایي ځواکونو تر وتلو وروسته چین د امریکا تجهیزات وساتي او په خپل کنټرول کې به یې ولري.
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه