اروپایي ټولنه وایي، چې د افغانستان اقتصادي او ټولنیز سیسټمونه د سقوط په حال کې دي او خبرداری یې ورکړی، که اقتصادي ستونزې حل نهشي، بشري ناورین به پېښ شي.
د اروپایي ټولنې د بهرني سیاست مسوول جوزپ بوړل ویلي، چې افغانستان کې د بدې سناریو د مخنیوي لپاره لازمه ده، چې اسلامي امارت په داسې شرایطو توافق وکړي، چې افغانستان سره د نړۍ د بشري مرستو لار خلاصه وساتي.
ښاغلی بوړل وایي، چې که دا موضوع حل نهشي، کېدای شي انساني ناورین پېښ شي.
ښاغلي بوړل ویلي: "افغانستان یو جدي انساني ناورین تجربه کوي. افغانستان کې اقتصادي – ټولنیز سقوط د پېښېدو په حال کې دی او دا موضوع هم افغانانو او هم د سیمې او نړۍ امنیت ته خطرناکه ده. "
د بوړل په وینا، افغانستان کې بانکي سیسټم په ټپه ولاړ دی او خلکو ته د پیسو ورکړه له ستونزې سره مخامخ ده.
اروپايي ټولنې همداراز ویلي، د افغانستان اقتصادي سیسټم په بد وضعیت کې دی.
دا څرګندونې داسې مهال دي، چې افغانستان کې د خوراکي موادو او درملو بیې تر بل هر وخت خورا ختلې دي او دې چارې خلک اندېښمن کړي دي.