Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو تړل؛ ناروغان کابل ته مراجعه کوي

د دولتي روغتونونو چارواکي وايي چې په ولایتونو کې د روغتیايي مرکزونو له تړلو پاتې کېدو وروسته، کابل ته د ناروغانو مراجعه څو برابره زیاته شوې ده.

د کابل روغتونونو چارواکي وايي د درملو او ډاکټرانو له کمښت شکایت لري.

د وزیر اکبرخان روغتون سرطبیب پرویز نوري وايي:«په ولایتونو کې د روغتونونو له تړل کېدو سره، د مرکز په روغتونونو کې د ناروغانو شمطر څو برابره شوی دی. که چېرې وضعیت دا ډول دوام پیدا کړي، روغتونونه به د ناروغانو د ځایېدو وړتیا ونه لري.»

په وزیر محمد اکبر خان روغتون کې ډاکټر محمد اسحاق شیراڼی څرګندوي:«د مرکز پر روغتونونو د مرستو بندېدو اغېز لرلی دی. موږ د درملو او ډاکټر له کمښت سره مخ یوو.»
 
شمس الحق د خپل زوی د درملنې لپاره له لغمان نه کابل ته راغلی دی. دی وایي چې په لغمان کې ډېری روغتونونو د ډاکټرانو او روغتیایي امکاناتو د نشتوالي له امله تړل شوي دي او له همدې امله اړ شوی دی چې خپل زوی د درملنې لپاره کابل ته راولي.

نوموړی زیاتوي:«دا نسخه یې ماته راکړه چې له بیرون څخه یې وپېرم. موږ له ناچارۍ له ولایته کابل ته راغلو خو دلته هم درمل نشته.»
   
یو له ناروغانو محب الله طلوع نیوز ته وویل:«روغتون له ناروغانو ډک دی. زموږ له ده سبز ولسوالۍ د وزیر اکبر خان روغتون ته راغلي یوو؛ خو دلته هم نه درمل شته او نه هم ډاکټر.»

بل خوا د روغتیا نړیوال سازمان وایي چې په هېواد کې له وروستیو بدلونونو وروسته په افغانستان کې د دوی سیمه ییز مرکزونه تړل شوي دي او اوس مهال ۱۷ سلنه دغه مرکزونه فعال دي.

په یوې ارزونه کې چې د دغه سازمان له خوا ترسره شوې ده راغلي دي:«په افغانستان کې روغتیایي خدمتونو ته لاسرسی د پاموړ کم شوی دی او په افغانستان کې یوازې ۱۷سلنه روغتیایي مرکزونه فعالیت لري چې دوه پر درېیمه برخه دغه مرکزونه لومړني درمل نه لري او که په دې تړاو پاملرنه ونه شي، دغه مرکزونه هم د تړل کېدو له خطر سره مخ کېږي.»

تر دې وړاندې د یونیسف په څېر مرستندویو بنسټونو ژمنه کړې ده چې له افغانستان سره به خپلې بشردوستانه مرستې بېرته پېل کړي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه