Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

'جي -۲۰ باید د رسمیت پېژندلو په اړه طالبانو ته واضح پيغام واستوي'

 د فرانسې ولسمشر امانول مکرون وايي چې د جي شل غړي باید اسلامي امارت ته د رسمیت پېژندلو په هکله یو څرګند پيغام واستوي.

مکرون له یوې فرانسوۍ راډیو سره په مرکه کې ویلي دي چې ټاکل شوې ده، په جي شل غونډه کې چې د دغې میاشتې په پای کې جوړېږي، د دغې غونډې ګډون کوونکي باید د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په هکله شرایط مشخص کړي.

د مکرون په وینا، اسلامي امارت باید د نړۍوالۍ ټولنې له خوا د رسمیت پېژندلو بیه پرې کړي.

مکرون زیاتوي:«په نړۍواله توګه پېژندل بیه لري. د ښځو د کرامت ساتل، د ښځو او نرینه وو د حقونو مساوي والی له هغو موضوع ګانو څخه دي چې موږ پر هغو ټینګار لرو او دا د رسمیت پېژندلو شرطونه دي.»

د دې ترڅنګ د فرانسې ولسمشر زیاته کړې ده چې د بشرپاله عملیاتونو لپاره د زمینې برابرول او له ترهګرو ډلو سره د اسلامي امارت د اړیکو نه لرل باید د رسمیت پېژندلو شرطونه وي.

د جي شل غونډه د اېټالیا په روم ښار کې د اکټوبر په وروستیو کې جوړېږي.

د فرانسې ولسمشر څرګنده کړې ده چې په دغې غونډه کې به د نړۍ ځواکونه د افغانستان په هکله خبرې وکړي او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندلو په هکله به خپل شرطونه واضح کړي. 
 
شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه