Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د رییس الوزرا له مرستیالانو سره د سایمون ګس لیدنه

د رییس الوزرا مرستیالانو ملاعبدالغني برادر او عبدالسلام حنفي نن(سې شنبې د تلې په ۱۳مه) د برېټانیا د لومړي وزیر له ځانګړي استازي سایمون ګس سره ولیدل.

په دغې لیدنه کې برادر او حنفي ټینګار وکړ چې اسلامي امارت د نړۍ له ټولو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکی دی.

په هغې اعلامیه کې چې د چارو ادارې له خوا خپره شوې ده راغلي دي چې په دغې لیدنه کې د ریاست الوزرا مرستیالانو ویلي دي چې د افغانستان د پيسو کنګلېدل به په هېواد کې د بې وزلۍ او بې کارۍ لامل شي، او دا به نه یوازې پر افغانستان بلکې په ټولې نړۍ منفي اغېز ولري. هغوی ویلي دي چې د افغانستان پیسې باید ازادې کړل شي ترڅو د بې وزلۍ مخه ونیول شي.

هغوی همدارنګه ویلي دي چې اسلامي امارت چاته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو په وړاندې وکارول شي.

د رییس الوزرا مرستیالانو همدارنګه ویلي دي چې دوی هڅه کوي چې له ملګرو هېوادونو او نړۍوالو سازمانونو سره په همغږۍ له بې وزلۍ سره مبارزه وکړي.

په اعلامیه کې راغلي دي چې اسلامي امارت په افغانستان کې د نړۍوالو مرستندویه سازمانونو د فعالیت لپاره زمینه برابروي.

د اعلامیې پر بنسټ ښاغلي ګس ویلي دي چې برېټانیا هم له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو غوښتونکې ده او زیاته کړې ده چې په افغانستان کې بې وزلي او بې کاري د هېچا په ګټه نه ده.

د برېټانیا د لومړي وزیر استازي همدارنګه ویلي دي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکوي، خو دغه مرستې د ملګرو ملتونو سازمان او د نړۍوالو مرستندویه سازمانونو له لارې به اړمنو کسانو ته ورسول شي.

ښاغلي ګس همدارنګه په افغانستان کې د نجونو د زده کړو د اهمیت په هکله هم ټينګار کړی دی.

ورته مهال د بهرنیو چارو وزارت ویاند وايي چې ښاغلي ګس د دغه وزارت له سرپرست سره هم لیدلي دي او د دواړو هېوادونو ترمنځ د «ډپيلوماټیکو اړیکو د بیا ژوندي» کولو په هکله یې سره خبرې اترې کړې دي.

د برېټانیا د لومړي وزیر استازي همدارنګه ویلي دي چې هېواد یې له افغانستان سره خپلو بشرپاله مرستو ته دوام ورکوي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه