د اسلامي امارت په جوړښت کې ۳۸ تنه په لوړو مُلکي او پوځي برخو کې په دندو وګومارل شول.
د یوه فرمان له مخې، د ریاست الوزرا سياسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ،د شهیدانو او معلولینو وزارت سرپرست ملا عبدالمجیدآخند، د سرې میاشتې ادارې سرپرست مولوي مطیع الحق او د سرې میاشتې ادارې مرستیال ملا نورالدین ترابي هغه څېرې دي چې پر ملکي پوسټونو ګومارل شوې دي.
په دغه نوملړ کې د اتو قول اردوګانو د قومندانونو او د دفاع وزارت د یو شمېر نورو نویو ګمارل شویو جګپوړو چارواکو نومونه هم شامل دی.
ملا مهر الله حماد د کندهار قول اردو د قومندان په توګه، مولوي حمد الله د کابل قول اردو د قومندان په توګه، مولوي عطاء الله عمري د مزار د قول اردو د قومندان په توګه، مولوي محمد ظریف مظفر د هرات قول اردو د قومندان په توګه، ملا شرف الدین تقي د هلمند قول اردو د قومندان په توګه، ملا رحمت الله محمد د کندز د قول اردو د قومندان په توګه، ابودجانه د لغمان د قول اردو د قومندان په توګه
او قاري محمد ایوب د پکتیا د قول اردو د قومندان په توګه ټاکل شوي دي.
د کلتوري کمېسیون غړی روح الله عمر وویل:«موږ یوه ځواکمن ځواک جوړوو او دا لومړی ګام دی چې د لواګانو او قومدانیو مشران معرفي کېږي.»
خو په نویو ګومارنو کې لیدل کېږي چې د قول اردو ګانو نومونه بدل شوي دي، د بېلګې په توګه شاهین قول اردو د مزار د قول اردو په توګه او ۲۰۱ سېلاب قول اردو د لغمان د قول اردو په نامه یاده شوې ده.
پخوانی نظامي جنرال محمد صادق شنیواري وویل:«هیله لرو چې نوې اردو وکړای شي د افغانستان له ځمکنۍ بشپرتیا په خپلواکه توګه دفاع وکړي ا په مقابل کې هر د حکومت او مخالف هر ډول ځواب ورکړي.»
د سیاسي چارو شنونکی سید باقر محسني هم څرګندوي:«کله چې موږ له ملي پوځ او ملي پولیسو خبرې کوو اړتیا ده چې زموږ دغه چارواکي ملي و اوسي.»
بل خوا د اسلامی امارت کلتوري کمېسیون وایی چې دغه کسان چې تازه په قول اردوګانو او نورو نظامي ادارو کې ګومارل شوي دي، ښه نظامي تجربه لري.
په دې اړه مو اندونه