Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

افغانستان ته په ځنډ سره د مرستو له استولو د م.م سازمان خبرداری

د کډوالۍ په برخه کې د ملګرو ملتونو سازمان عالي کمېشنري وايي که چېرې ژمنه شوې مرستې د ژمنو له رارسېدو مخکې په افغانستان کې اړمنو ته ونه رسېږي، دا هېواد به له یوه اقتصادي کړکېچ سره مخ شي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر فلیپو ګرانډي وايي:«څه باندې څلوېښت کاله کېږي چې مېلیونونه افغانان بې ځایه شوي دي او وروستیو بدلونونو نوې ستونزې رامنځته کړي. بشردوستانه مرستې پراخې او له قید او شرط پرته باید په څو اوونیو کې ترسره شي، ځکه دغه مرستې چې هر څومره وځنډېږي، د افغانستان اقتصادي کړکېچ به لاپسې سخت شي.»

فضیله چې د کندوز ولایت اوسېدونکې ده، د یوې اته کسیزې کورنۍ سرپرستي په غاړه لري. نوموړې چې د سلګونه نورو بې ځایه شویو په څېر په کابل کې په یو کمپ کې شپې او ورځې سبا کوي، وایي چې خاوند یې په وروستیو جګړو کې لادرکه شو او له همدې امله مجبوره شوه چې د خپلو ماشومانو لپاره خوراک او پوښاک برابر کړي.

هغه زیاتوي:«د خوړو لپاره نه خواړه لرو او نه هم د ماشومانو لپاره جامې. هغه مرستې چې کېږي، هغه هم موږ ته نه رارسېږي ځکه چې مرستې ډېرې کمې دي او هېڅوک مرسته نه کوي.»

نګینه یوه بله بې ځایه  شوې ده هغه هم څرګندوي:«له هغې راهیسې چې پلار مې ورک شوی، موږ بې برخلیکه پاتې یوو. دلته هم له موږ سره څوک مرسته نه کوي او ژمۍ هم رانږدې دی.»

بلخوا د اقتصادي چارو ځينې شنوونکي وايي چې افغانستان اوس په جدي توګه د نړۍ مرستو ته اړتیا لري.

د اقتصادي چارو شنونکی ایرج فقیري په دې هکله وايي:«افغانستان اوس په جدي توګه د نړۍ مرستو ته اړتیا لري او له بده مرغه سیاسي ګډوډي په هېواد کې د دغو مرستو او پانګونو په وړاندې خنډ شوی دی.»

بل خوا د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون یو غړی د نړۍ له هېوادونو غواړي چې د افغانستان سیاسي مسایل په بشر دوستانه مرستو کې شامل نه کړي.
 
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د کلتوري کمېسیون غړي نور محمد متوکل په دې هکله وویل:«نړۍ وال هېوادونه هغه مرستې چې له افغانستان سره یې ژمنه کړې وه له کوم شرط او فشار پرته د خلکو په واک کې ورکړي، ځکه چې د افغانستان خلک اوس دغو مرستو ته په جدي توګه اړتیا لري.»

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو ویلي وو چې د افغانسان تر نیمایي ډېر وګړي یعنې نږدې شل مېلیونه افغانان بشري مرستو ته اړتیا لري. خو تر اوسه افغانستان ته د دغو مرستو د رارسېدو څه څرک نه لګېږي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنري وایي چې د افغانستان خلک له جدي بې برخلیکۍ سره مخ دي.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه